خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د غوايي ۴ مه/ باختر

د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو د عبدالروف په آزادولو سره چې دوه کاله وړاندې له مزارشريف ښار څخه تښتول شوى و، په هېواد کې د انسان تښتونې يوه پيچلې  ماجرا پاى ته ورسوله.

د باخترآژانس مبصرليکي: يوولس کلن عبدالروف د ١٣٩٨ لمريز کال د لړم په مياشت کې د مزارشريف ښار د څلورمې امنيتي  حوزې له مربوطاتو څخه  ښوونځي ته د تګ په وخت کې  وتښتول شو او نږدې دوه نيم کاله د انسان تښتوونکو په منګولو کې و.

عبدالروف کله چې وتښتول شو ٩ کلن و؛ خو اوس ١١ کلن دى او د خپل عمر څه د پاسه دوه کلونه يې  د انسان تښتوونکو په بند کې تېر کړل.

انسان تښتوونکو د هغه د خلاصون په بدل کې د نيم ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه، د دغه ماشوم  فلمونه څو څو ځلې په ټولنيزو رسنيو کې خپارل شول او په فلمونو کې ښودل کېده، چې له هغه سره څنګه چلند کيږي. عبدالروف وايي، چې زيات دردونه يې زعملي دي.

د اسلامي امارت ځواکونه وتوانېدل، چې د دغه ماشوم غمجنه پيښه پاى ته ورسوي او عبدالروف يو ځل بيا د دې فرصت وموند چې له خپلې کورنۍ سره يوځاى شي.

ځاى لري ووايو چې د دغه ماشوم آزادول د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو يو برياليتوب دى چې ويې کولاى شول په هېواد کې د انسان تښتونې ډيره پيچلې قضيه  چې دوه نيم کاله يې دوام وکړ ، پاى ته ورسوي.

په داسې حال کې چې د پخواني نظام امنيتي بنسټونو په دې اړه بې پروايي وکړه، ستونزه په دې کې وه چې  په دې قضيه کې د پخواني حکومت يو شمېرمقاماتو، سيمه ييزو  زورواکو او يو شمېر نور کسان چې ويل کېږي د دغه ماشوم له پلار سره يې  سودا ګريزه سيالي لرله،  لاس درلود.

د حکومتي مقاماتو، زورواکو او د سوداګريزو سيالانو لاس لرلو مسله  نوره هم جدي کړه او د دې سبب شوه چې عبدالروف زياته موده د انسان تښتوونکو په بند کې پاتې شي.

د رياست الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي په دې اړه ويلي دي “عبدالروف د هغو کسانو له لوري تښتول شوى و، چې په پخواني حکومت کې يې نفوذ درلود.”

هغه وويل؛ ” زموږ  د وروستيو تحقيقاتو په نتيجه کې څرګنده شوه، چې عبدالروف د هغې شبکې له خوا تښتول شوى و چې ټولو د پخوانۍ ادارې  تر چتر لاندې فعاليت کاوه او د هغې ادارې له مسوولينو سره يې نږدې اړيکې درلودي.”

د هغه په خبره د دې قضيې اصلي عاملين بهر ته تښتيدلي دي.

هغه څه چې په  دې مسله کې روښانه  دي، دا دي چې عبدالروف د يوې سيالۍ او جنايت ښکار شوى دى چې د خپل عمر څه د پاسه  دوه کلونه يې په ډېر بد حالت کې تېر کړل.

د دغو ناخوالو او ظلم مسوول له شک پرته د پخواني حکومت مسوولين وو، چې ويې نشو کړاى چې له سيمه ييزو زورواکو سره مقابله وکړي او دغه قضيه پاى ته ورسوي؛ خو نن عبدالروف د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد شوى او يو ځل بيا د خپلې کورنۍ غېږې ته ستون شوی دی.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته