خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل، د غوايي٢٠مه، باختر

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ټينګار کوي چې افغانستان به د نړۍ د زبرځواکو د سيالۍ په مرکز بدل نه شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي په هغه کتنه کې چې پرون يې په کابل کې له يوشمير ديني عالمانوسره وکړه ويلي دي” له بهرنيو هېوادونو سره به د اسلامي امارت سياسي لارښود انډوليز وي او له افغانستان څخه به د هيڅ هېواد پرخلاف استفاده ونه شي.” که چېرې د افغانستان معاصر تاريخ  په تېره بيا د تېرو څلورو لسيزو په بهير کې  پېښو ته وکتل شي، دې پایلې ته رسېږو چې په افغانستان کې تاوتريخوالى د وروستيو نظامونو د تړلتيا زيږنده ده. دغه شان دريځونو د افغانستان ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته حساسيتونه رامنځته کړي او د دې سبب شوي چې افغانستان  د سيمه  ييزو جګړو او سياليو په ډګر بدل شي چې له امله یې د افغانستان خلک د خپلو مشرانو د ناوړو سياستونو قرباني شول.

که چېرې پر افغانستان  د سرو لښکرو يرغل ته ځير شو او  له افغان مجاهدينو د امريکا او د لويديځو هېوادونو ملاتړ ته ځير شو، دې نتيجې ته رسيږو چې امريکا لويديځو او يو شمير نورو هېوادونو د وخت د شوروي اتحاد د يرغل پرخلاف  جګړه کې د افغان مجاهدينو ملاتړ وکړ، د هغوى د داعيې لپاره یې ملاتړ نه و، بلکې په يوه ډيره سخته جګړه کې یې د شوروي اتحاد د بند پاتې کيدو لپاره و چې  د دغه زبرځواک پوځي او اقتصادي کمزورتيا د امريکا او د هغه شريکانو يوه ستراتيژي وه.

د دې ترڅنګ افغانستان د څه دپاسه  ٤٠ کلونو په بهير کې نه دی بريال شوي چې يو انډوليز سياست ولري او د هغه دليل هم په دغه هېواد کې د تېرو نظامونو تړلتيا وه.

نن هم د پخوا په شان د سيمې د هېوادونو ترمنځ د ګټو او سياليو مخالفت شتون لري او هڅې کېږي چې افغانستان د دغو هېوادونو په سيمه ييزو پلانونو کې  بند کړاى شي.

په داسې حال کې چې د دغو هېوادونو سيالي او مخالفتونه په افغانستان پورې اړه نه لري او که چېرې افغانستان يو سيمه ييز انډوليز پلان ونه لري له شک پرته به  د دغو هېوادونو نيابتي جګړه يو ځل بيا  زموږ د خلکو ستونى ونيسي او بيا به هم افغانستان د دغو سياليو قرباني وي.

ستونزه په دې کې ده چې افغانستان  داسې جغرافيايي موقعيت لري چې زياتره د سيمه ييزو مخالفتونو ډګر دى چې تل يې د افغانستان لپاره  ستونزې رامنځته کړې دي.

په دغه شان يو حالت کې سياسي نظامونه، سياسي پوهې او پياوړي مديريت ته اړتيا لري چې وکولاى شي د سيمې او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ملي ګټو تمثيل وکړي.

په داسې  حال کې چې یو لور ته سیاسي تړلتیا او دغه راز په سياسي چلندونو کې د انډول نشتوالى اود سيمې د هېوادونو ترمنځ  د سياسي فرصتونو رامنځته کول په تېرو ٤٠ کلونو کې په افغانستان کې د زياتو سترو ملي پروګرانونو د ناکامۍ عامل دي.

افغانستان د سيمه ييزو همکاريو لپاره  يو ښه موقعيت دى؛ خو په افغانستان کې تېر نظامونه  په دغه هر اړخيزموقعيت يا نه دي پوه شوي او يا هلې ځلې شوي چې له هغه څخه په يو اړخيز ډول استفاده وشي.

دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست دغه څرګندونې ښيي چې  افغانستان به نور په خپل بهرني سياست کې يو اړخيز چلند ونه کړي.

اسلامي امارت دې نتيجې ته رسيدلى چې  په هېواد کې د وروستيو نظامونو په بهرنيو سياستونو او پلانونو کې د انډول نشتوالى د افغانستان د بربادۍ سبب شوى او دغه ناوړه سياست  نور نه تکراريږي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته