خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د غوايي٢٨مه/ باختر

اسلامي امارت اوس هم دې ته ژمن دی چې هیڅ ترهګره ډله به په افغانستان کې فعالیت ونه کړي؛ نو له ترهګرۍ څخه باید د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د افغانستان اسلامي امارت پر خپلې ژمنې کلک ولاړ دی چې په افغانستان کې به هیڅ ترهګره ډله ونه  توانیږي چې دغه هېواد کې ځاله جوړه کړي او له دې لارې نور هېوادونه وګواښوي.

له دومره ژمنتیا او استقامت سره سره لا هم داسې اوازې شته  چې ګواکې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او په افغانستان کې ځینې ډلې بیا منظمې شوې او په هېواد کې یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي؛ خو ویل کېږي چې دا په هېڅ صورت له اوسني وضعیت سره سمون نه لري.

“په دې وروستیو کې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو په مسکو کې په یوه غونډه کې د افغانستان پرامنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په هغه هېواد کې یې د وسله والو ډلو فعالیتونه د هېوادونو امنیت ته ګواښ بللى دى.”

د دې ډول اندیښنې څرګندول د تېرو کیسو تکرار دی چې زياتره یې د فرضیو پراساس دي او د دغو ډلو د فعالیت په اړه هیڅ مدللې او مستندې خبرې نه دي شوي.

په حقیقت کې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې فعالیت نه لري، په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رييس ځانګړي استازي په ښکاره  ویلي چې هېواد یې له افغانستان څخه داسې کومه نښه  نه ده ترلاسه کړې چې ازبکستان ته دې ګواښ وي، ستونزه دا ده چې ترهګري په افغانستان کې وده کوي او ګاونډي هېوادونه ګواښي،  دا د ځینو هېوادونو لپاره یوه وسیله ده چې دغه ترهګري یې په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره یوه وسیله ګرځولې او غواړي له دې لارې خپله له لاسه وتلې واکمني بېرته ترلاسه کړي.

حقیقت دا دی چې د تروریزم مسئله  زياتره د واقعیتونو په پرتله په تصوراتو او پروپاګند پورې اړه لري.

اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت راپورونه  ردوي او ډاډ ورکوي چې په هیواد کې امنیت تامین دی او هیڅ ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري.

هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ څخه د یوې وسیلې او پروپاګند په توګه کار اخلي باید په دې پوه شي چې هیڅ داسې طرحه او حل لاره نه شي عملي کیدای چې اساس ونلري، اسلامي امارت د سیمې د هېوادونو په منځ کې یو حقیقت دی چې د نورو دولتونو په څېر ځان ته حقوقي تعریف لري او له هېوادونو سره یې د تعامل لاره غوره کړې او په دې حل کې بریالی دی. د نورو لپاره غوره ده چې اسلامي امارت په افغانستان او د سیمې هېوادونو په منځ کې د یو حقیقت په توګه ومني او د افغانستان او نظام پر وړاندې له بې ځايه تبليغاتو څخه لاس پر سر شي چې سيمه ييزه  همکاري او همغږي  وده وکړي او د سيمې اخوا هېوادونو ترمنځ د بې باوري فضا له منځه يووړل شي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته