خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل، د غوايي٢٩مه، باختر

خوارځواکي د افغان ماشومانو روغتيايي ستونزه ده، افغان ماشومان سملاسي روغتيايي او خوراکي مرستو ته اړتيا لري. بايد  ورته مرستې له سیاسي هدفونو سره شریکې نه شي.

د باختر اژانس مبصر ليکي: د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زياتوالي په خاطر خبردارى ورکړى او د افغانستان د عامي روغتيا وزارت هم په هېواد کې  په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو د شمير د زياتوالي خبره کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت  په هېواد کې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو  د شمير د زياتوالي له امله په اندېښنې سره وايي:”  دوی د ٢٠٢٢ کال له پيل څخه تراوسه پورې  په خوار ځواکۍ د څه د پاسه ٧٥٩ زره ماشومان ثبت کړي دي”

يونیسف خبردارى ورکړى چې په روان کال کې به په افغانستان کې په خوار ځواکۍ د اخته ماشومان شمېر زيات شي. د دغه نړيوال بنسټ شمېره د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په نسبت زياته لوړه ده.

یاد بنسټ خبردارى ورکوي که چېرې په افغانستان کې  يادې روغتيايي ستونزې ته پاملرنه ونه شي اټکل کېږي چې د روان کال تر پاى پورې  په افغانستان کې ١.١ ميليونه ماشومان په خوار ځواکۍ د اخته کيدو له امله مړه شي.

د اندرا ګاندي روغتون مسوولين وايي چې هره ورځ ياد روغتون ته له ٥٠ څخه تر ٧٠ پورې ماشومان چې په خوراکي ځواکۍ اخته وي، وروړل  کېږي.

په کابل کې  د فرانسويانو د ماشومانو روغتون، د اتاترک د ماشومانو روغتون او نور خصوصي روغتونونه او دغه راز ولايتي روغتونه  په خوارځواکۍ د زياتو اخته ماشومانو د ثبتولو شاهدان دي.

روغتيايي ماهران وايي چې د سرغټيدل، د سترګو ناروغي، د هډوکو ناروغي، د سالنډۍ ستونزې، د بدن کمزورتيا،  ډنګرېدل، د ويښتانو توئيدل، د پوستکي ناروغي، ذهني ناروغي، د هاضمې په سيستم کې بي نظمي، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ نښې نښانې دي.

د نامناسبو خوړو، د معدې ناروغي او د مور شيدو ته نه لاسرسی هغه څه دي چې په افغانستان کې په ماشومانو کې ليدل کېږي.

وزګارتيا، بې وزلي، د مناسبې تغذیې په اړه  نه پوهاوی، په يوه کورنۍ کې زيات زيږون ، قحطي، سېلاوونه او بې ځايه کېدل د دې سبب شوي چې په افغانستان کې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

واقعيت دا دى چې خوار ځواکي او د هغه ټول ډولونه  اوس هم په افغاني ټولنه کې يوه  ستونزه ده، لازمه ده چې  د افغانستان حکومت  په دې اړه  په مسووليت سره  عمل وکړي او په لومړي ګام کې نړيوالې مرستې جلب کړي.

اوس نړيوالو بنسټونو په روغتايي او نورو برخو کې خپلې مرستې  زياتې کمې  کړي او آن  يادې مرستې یې بندې کړې دي.

په افغانستان کې رسمي سرچينو تائيد کړې  چې  په افغانستان کې زيات روغتيايي مرکزونه د امکاناتو د نشتوالي  له امله تړل شوي او دا په خپله  د ډول  ډول ناروغيو د پراختيا سبب شوي دي، د دې ترڅنګ  له افغانستان سره  بهرنۍ مرستې هم زياتې کمې شوي او د اوکراين بحران  ياده ستونزه نوره هم زياته کړې ده.

د ملګرو ملتو سازمان دوه ورځې وړاندې خبر دارى ورکړ چې له افغانستان سره نړيوالې مرستې بندې شوې دي . دا ښيي چې  هغه نړيوالې مرستې  چې يو کال وړاندې له افغانستان سره په زياته پيمانه کيدې، اوس نه کېږي؛ ځکه په افغانستان کې نظام بدل شوى او له دې سره جوخت  افغانان له نړيوالو هېر شوي چې له امله یې زياتره  په هېواد کې  زيانمنونکی  قشر او په لومړي ګام کې ماشومان قرباني شوي دي.

دا ښيي چې د افغانستان له خلکو سره روغتيايي او بشري مرستې له سياسي پروګرامونو او هدفونو سره تړل شوې دي.

د افغانستان خلک په تېره بيا  د دغه هېواد ماشومان ډيرې بدې ورځې تېروي هغوى  سملاسي مرستو ته اړتيا لري.

لازمه ده چې له سياسي تړلتيا پرته له هغوى سره  مرسته وشي او د افغانستان له زيانمنونکي قشرسره مرستې له سياسي پروګرامونو سره ونه تړل شي.

دغه راز د افغانستان  حکومتي بنسټونو ته لازمه ده چې په افغانستان کې د خوار ځواکۍ ستونزې د بنسټيز حل لپاره لڼد مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه جوړ کړي چې زموږ روغتيايي او مرستندويه  بنسټونه نور بهرنيو مرستو پورې  چې زياتره یې سياسي عمل کوي، تړلي نه وي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته