خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

له شخصتيونو سره د اړيکو کميسيون  د پخواني دولت له ټولو لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد او خلکو په چوپړ کې ونډه واخلي.

د باخترآژانس مبصرليکي: له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د کميسيون رييس پرون د دغه کميسيون د کارلايحه  له خلکو سره شريکه کړه.

شهاب الدين دلاور ويلي:« ټولو افغان شخصيتونو ته زموږ پيغام دا دى چې  افغانستان ددوى هېواد دى او هغوى کولاى شي هېواد ته راشي او له ټولو امتيازونو څخه  ګټه واخلي».

د دغه کميسيون د کار په لايحه کې  داسې موارد شته چې د پاملرنې وړ دي، په لايحه کې ويل شوي چې د پارلمان د غړو په ګډون د پخواني حکومت ټول نظامي او ملکي لوړ پوړي چارواکي  په عمومي  بښنه کې شامل دي او د اړتيا په صورت کې د استخباراتو له خوا هغوى ته ساتونکي ورکول کېږي.

اسلامي امارت  غواړي د پخواني حکومت  لوړ پوړي چارواکي چې  په نورو هېوادونو کې شپې او ورځې تېروي هېواد ته راستانه شي او خپله انرژي په  مثبته لاره کې چې هماغه د اسلامي حکومت ترچترلاندې خلکو ته په خدمت ولګوي.

له افغان شخصيتونو سره د اړيکو د کميسيون د جوړولو مفکوره  دوه مياشتې وړاندې رامنځته شوه او په هيڅ ډول د هغو تښتېدلو سياستوالو وروستۍ غونډې ته چې څو ورځې  مخکې په ترکيه کې  جوړه شوه او يا هم  هغو محدودو او کوچنيو وسله والو تحرکاتو ته چې په دې وروستیو وختو کې د هېواد په يو يا دوه ولايتونو کې رامنځته شوه او دوام يې ونه کړ، مربوط نه دى، بلکې د ښه او فعال حکومت لپاره  د خلکو دباور او اعتماد د پراختيا لپاره  د اسلامي امارت  د خلاقيت او نوښت يوه برخه ده او د امارت د مخالفينو پر وړاندې  د اسلامي امارت د زغم نښه نښانه ده او د خلکو او اسلامي امارت ترمنځ د عمل او نظر د يووالي د تامينولو لپاره يو يون دى، پرونيو مخالفينو ته امتياز ورکول نه دي او بايد د سياست او جګړې په ډګر کې داسلامي امارت د کمزورتيا په توګه ونه ګڼل شي.

دغه  کميسيون  د خاصو او مشخصو کسانو د راستنېدو لپاره نه دى جوړ شوى بلکې د هغو ټولو کسانو د راستنېدو د هڅونې لپاره يو خوښت دى  چې تر پرون پورې  په لوړو دولتي مقامونو کې  په واکمن ډول موجود و، خو نن تښتيدلي دي. په  همدې دليل هغه اميتازونه چې کميسيون په پام  کې نيولي د ټولو لپاره دي  او  له کومې خاصې څېرې سره کتنه او معامله نه ده شوې او نه کېږي.

يو شمير رسنۍ چې زياتره یې بهرنۍ دي ويلي چې دغه کميسيون  د امارت د سياسي او پوځي مخالفينو د نيولو لپاره د يوې پلمې په توګه جوړه شوې ده، هغه خبره چې په  بشپړه توګه ناسمه ده.

په لومړي  ګام کې اسلامي امارت کوم بهير يا ډله  د خپل سياسي مخالف په توګه په رسميت نه پيژنې او له بله پلوه  کوم بهير يا ډلې ته د وسله وال فعاليت اجازه هم نه ورکوي، په اصل کې اسلامي امارت کوم  مخالف سياسي بهير نه لري هغه کسان چې کله نا کله د رسنيو له لارې غږ پورته کوي  په داسې شرايطو کې نه دي چې ځان سياسي مخالف وبولي او د اسلامي امارت پر وړاندې کومه ستونزه رامنځته کړي. دغه شان خوځښتونه د شخصي ګټو  لپاره تبليغاتي جنبه لري چې نه شي کولاى د اسلامي امارت  پر وړاندې خنډ جوړ کړي. واقعيت دا دى  چې له افغان شخصيتونو سره د اړيکو  کميسيون  د افغانانو ترمنځ  د سوکالۍ او همکارۍ لپاره د عمومي افکارو  د يو ځاى کېدو لپاره  د اسلامي امارت له لورې يو خالصانه نيت دى  چې بايد ورڅخه ګټه واخيستل شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته