امنیت

تبصره

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٣
د هيواد د ختيځو ولايتونو په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو وروستي راکټي بريدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره روانې هلې ځلې بې اغيزې کړې او يوځل بيا به د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکوکې د بې باورۍ او بې اعتمادۍ سيورى خپور شي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو له خوا د ننګرهار او کونړ د ولايتونو په ځينو سيمو باندې راکټي بريدونه او د توپونو ډزې وشوې چې د سر زيان او مالي تاوانونه يې واړول.
هغه څه چې په ننګرهار او کونړکې رامنځته شول؛ د پکتيکا ولايت په برملې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو د تحرکاتو په تعقيب کيږي، هغه ځاى چې پاکستاني پوځيان د پوځي تاسيساتو د جوړولو په لټه کې دي .
پاکستاني پوځيانو له څوکلونو راپه دې خوا د هغو پروګرام او هدفونو له مخې چې په خپله يې لرل؛ د هيواد په ختيځو او جنوبي ولايتونوکې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه تحرکات او بريدونه ترسره کړل او په پرله پسې توګه د څو کلونو لپاره يې د افغانانو په حريم باندې يې د توغنديو او توپونو سره تيرى وکړ. خو دغه تحرکات د ملي وحدت د حکومت له جوړيدو وروسته چې له پاکستان سره د ستونزو د حل کولو لپاره په خبرو او تفاهم باندې ټينګار کوي؛ تر يوې اندازې پورې کم شوي و او اوس موږ بيا د پاکستاني پوځيانو د ناوړه او غير معياري چلند شاهدان يو چې له شک پرته دوام به يې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره روانې هڅې زيانمنې کړې او يوځل بيا به د کابل او اسلام آباد ترمنځ د بې باورۍ او بې اعتمادۍ ترمنځ فضا پيدا کړي.
هغه وخت چې پاکستاني پوځيانو په راکټي بريدونو او د توپونو په ډزو سره غوښتل د سيمې اصلي اوسيدونکي د ډيورند دکرښې له شاوخوا ساحو څخه بېځايه کړي او څو مليتي تروريستان چې کلونه کلونه په پاکستان کې په خوندي توګه وساتل شول؛ د هغوى ځاى ناستي کړي او په پاى کې دافغانستان په جغرافيا کې د جګړې د پراختيا لپاره زمينه برابره کړي چې نن موږ د افغانستان په شمال کې د نا امنيو او د هيواد د شمال په سيموکې د لسګونو بهرنيو تروريستانو د شتون شاهدان يو او د سياسي کارپوهانو په بارو د پاکستان اوسني تحرکات د افغانستان په وړاندې د دغه هيواد د ستراتيژيکي پروګرامونو يوه برخه ده او اوس چې په افغانستان کې د داعش د فعاليت نښې نښانې ترسترګو کيږي، د پاکستان استخبارات په خوندي توګه افغانستان ته د داعشيانو د تيريدو لپاره د يوه عبوري دهليز د جوړولو په لټه کې دي.
کونړ، نورستان او ننګرهارکيداى شي له قبايلي سيمو څخه د افغانستان شمال ختيځو ساحوته د داعشي تروريستانو لپاره يوه آسانه او لنډه لاره وي.
سياسي کارپوهان په دې مسئلې باندې ټينګار کوي چې پاکستان هيڅکله په افغانستان کې له خپلو اوږدمهالو هدفونو څخه نه دي تېر شوي او له افغانستان سره د خپلو اړيکو د تنظيمولو لپاره د لنډمهالو او اوږدمهالو ګټو له پلوه زيات تعريفونه لري او له زياتو چلنجونو څخه کار اخلي. له يوې خوا داسې ښي چې سولې ته د رسيدو لاره اواروي او له بله پلوه د حالاتو په لازياتو پيچلي کولو او د سياسي لوبو په ترسره کولوکې هم رول لوبوي او له افغانستان سره د نا انډوليزو اړيکو د ټينګښت په ګټه کې دى چې افغانستان د پاکستان لپاره يو زيانمنوونکى هيواد پاتې شي.
دا کار د دې څرګندوى دى چې د دغه هيواد په دننه کې داسې کړۍ شته چې نه غواړي کړکيچ، بې باوري او بې ثباتي له دغې سيمې څخه خپل ټغرټول کړي او د همغږۍ او همکارۍ فضا رامنځته شي.
دلته سياسي پوهه او هوښياري طرحه ده او لازمه ده چې له پاکستان سره د اړيکو د مديريت څرنګوالي په ملي نظر سره ولټول شي او لازم چوکاټ ورته جوړ شي او خورې ورې هلې ځلې نه شي کولاى له پاکستان سره زموږ اړيکې په يوه سم تګلوري کې برابرې کړي چې دغه هيواد د افغانستان په وړاندې له لوړتيا غوښتنې او ځان غوښتنې څخه لاس واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته