اقتصاد

تجارتي مارکيت پرانستل شو .

 دفراه ولايت  دبزګرانو  دکوپراتيفونو داتحاديې تجارتي مارکيت او رستورانت پرانستل شول او داستفادې وړوګرځيدل  .

 دفراه ولايت دکوپراتيفونو داتحاديې رييس لعل محمد بهار د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: دغه تجارتي مارکيت او رستورانت  دفراه ولايت دکوپراتيفونو  اتحاديې له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه دري څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت  د څلور  جريبه دولتي ځمکې په ساحه کې  جوړ شوي دي .

دخبرځاى  د څرګندونو له مخې، ددغه مارکيت په ودانۍ کې دري اتيا دوکانونه هم جوړ شوي دي .

 خبرځاى زياته کړه ،ددغه مارکيت  دوکانونه دبزګرانو د کوپراتيفونو  په غړو ويشل شوي دي

 ديادونې وړ ده چې دفراه ولايت دبزګرانو اتحاديه يو سلو پنځه ديرش  کوپراتيفونه لري چې له دې جملې څڅه  ٣٨ يې د ښځو  له خوا پرمخ بيول  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته