خبرونهښوونه او روزنه

ترکیه د افغانستان له خلکو سره ښې دوستانه اړیکې لري

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر

د ترکيې د پوهنې بنسټ مسوولينو تېرماښام د جوزجان او فارياب ولايتونو د سيمه ييزو او امنيتي مسوولينو په ګډون د ترکيې د پوهنې بنسټ له خوا د روژه ماتې په جوړ شويو مراسمو کې وويل چې ترکيه د افغانستان له خلکو سره ښې اړيکې لري. د ترکیې د پوهنې بنسټ مسوول صالح ساغر وول چې د افغانستان خلکو له ترکيې سره يووالى، پيوستون او دوستانه اړيکې ساتلې دي چې دغه بهیر د دواړو هېوادونو اړیکې سره پیاوړې کړې دي. د هغه په وينا، بشري همکاري، د پوهنې وده او د افغانستان خلکو لپاره د پراختيايي او بيارغونې پروژو پلي کول د ترکې په لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو کې دي، چې يو په بل پسې به عملي شي. د جوزجان والي داملا شعیب رسالت د افغانستان له خلکو سره د ترکیې له همکاریو مننه وکړه او د دغه راز همکاريو پراختیا یې د دواړو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره يوه ښه لاره وبلله. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د هېواد والو امنیت تامین شوی او غواړي چې په هېواد کې پراختیايي پروژې تطبیق شي له شک پرته ترکیه په دې برخه کې ښه فعالیتونه تر لاسه لاندې لري. رسالت پر خلکو غږ وکړ چې د اوسني نظام په ملاتړ او د پوهنې په ملاتړ خپل راتلونکی نسل د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړي. ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته