سیاستخبرونهTOP

ترکیه: له افغانستان سره ښو اړیکو او بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوو

 کابل/غوايي۲۲ مه/ باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر،  ملا نورالله ‹نوري› د افغانستان لپاره د ترکيې له سفیر جيهاد ايرګينای سره  وکتل.

په دې کتنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د ترکيې د مرستو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې د دواړو هېوادونو د ملتونو ترمنځ د فرهنګي، مذهبي او تاريخي مشترکاتو له کبله اوږدې تاریخي او ښې اړیکي شتون لري او اسلامي امارت به د دغو مشترکاتو په امتداد خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د ترکيې سفیر د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينگار وکړ او ويې ويل چې د روغتيا، ښوونې او روزنې، خوراکي توکو او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او نیالګیو د برابرولو په برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګډو همکاریو پر دوام او پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

هېره دې نه وي چې ترکيه له افغانستان سره ښې اړیکې لري او په تېرو کلونو کې یې په ځانګړي ډول د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرستې پیل کړي دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته