خبرونهاقتصادTOP

ترکیه په کابل کې د ساختماني موادو د تولید فابریکه جوړوي

 کابل/ د وري ۲۳ مه / باختر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د (۷۷) په نوم یو ترکي ساختماني شرکت له مرستیال سره وکتل او په پېروزي ښارګوټي کې یې د پانګونې په تړاو ورسره خبرې وکړې.

د یاد شرکت مرستیال د خپل شرکت د فعالیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې غواړي د پېروزي ښارګوټي په صنعتي ساحه کې د ساختماني موادو د تولید یوه فابریکه جوړه کړي.

هغه په دې اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مرستیال حافظ محمد امین فاروقي څخه د پېروزي ښارګوټي په صنعتي سیمه کې له ۳۰ تر ۴۰ جریبه ځمکې غوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې فاروقي ویلي چې له ټولو هغو پانګه والو ملاتړ او هرکلی کوي چې غواړي د افغانستان په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندو برخو کې پانګونه کوي.

نوموړي همدارنګه وویل، د یاد ترکي شرکت له غوښتنې سره سم به د پېروزي ښارګوټي له مسوولینو سره خبرې وکړې او تر سلا مشورو وروسته به د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې او د شرایطو سره سم به یې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت په واک کې ورکړي چې خپل فعالیتونه پیل کړي.

په پای کې د (۷۷) ساختماني ترکي شرکت مرستیال د مننې په موخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ته یو جلد قران کریم هم ډالۍ کړ.

هېره دې نه وي چې اسلامي امارت هم له ټولو کورنیو او نړیوالو شرکتونو څخه په افغانستان کې د پانګې اچونې  غوښتنه کړې او د پوره امنیت ډاډ يې ورکړی دی.

عبدالمتین افغان مل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته