ټولنه

تېر تاريخ خوراکي توکي کشف او وسوځول شول

کابل /د وږي ١٧مه /باختر
يوه اندازه تېرتاريخ خوراکي توکي د تورخم بڼدر مامورينوپرون کشف او وسوځول .
دغه خوراکي توکي له پاکستان څخه راوړل شوي و.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپآنې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه خوراکي توکي د جلال اباد ښاروالي د څېړنې کارکوونکو د امنيتي ځواکونو په همکارى کشف او وسوځول.
په دغو توکو کې بسکيټ اوکيک شته چې د استفادې تاريخ يې تېر شوى دى.
ډاکتران وايي چې د تېرتاريخ خوراکي توکو څخه استفاده خلکو ته ډول ډول ناروغى رامنځته کوي.
– ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته