کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
دفاع وزارت ویلي چې تېر یو کال کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو سلګونه میله سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو د تېر یو کال په لړ کې ۹۷ کلاشینکوفونه، ۲۱ راکټونه، ۹ پیکاوې، ۷ زیکویک، ۴ دهشکې، ۳ هاوانونه، دوه ۸۲ ملي متري توپونه، ۱۰ اېم ۴، ۷ اېم ۱۶، ۱۲ بېلابېلې وسلې، ۳۳ بېلابېل ډوله دوربینونه او ګڼ شمېر نور نظامي تجهیزات نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو امنیتي ځواکونه زرګونه میله سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
6 1 دقیقه لوستل