سیاستخبرونهTOP

جاپان په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي

کابل، د ثور ۲۸ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن مازیګر په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاتا سره وکتل.
په دې کتنه کې تاکاشي اوکاتا د اسلامي امارت له بریا وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې نړیوال په ځانګړې توګه جاپان اوس هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په دې هېواد کې امنیت او استقرار غواړي.
نوموړي په افغانستان کې د نشه يي توکو د مخنیوي او د کوکنارو په کښت د ممنوعیت له کبله له افغان حکومت څخه مننه وکړه. هغه د افغان حکومت دا دریځ چې له خاورې څخه به یې د نورو هېوادونو پر ضد ګټه نه پورته کېږي، بریالی او د ستاینې وړ ګام وباله.
همدا راز یې د روان کال دبودجې تصویب هم د ستاینې وړ ګام وباله.
ښاغلي اوکاتا زیاته کره چې د بشر د حقوقو، د ښځو د کار او زده کړو، ټولمنلي حکومت او د خپلسرو وژنو په اړه خبرونه اورېدل کېږي. هغه وویل، دوی پوهېږي چې خپلسرې وژنې د اسلامي امارت پالیسي نه ده. وړاندیز یې وکړ چې امارت دې د دې تورونو د سپیناوي لپاره پلاوی وټاکي.
هغه وویل چې جاپان په افغانستان کې د مخدره توکو پر مخنیوي خوښ او بدیل معیشت او له بزګرو سره د مرستو لپاره ژمن دی.
هغه ،همدا راز پر نشه یي توکو د روږدو د درملنې لپاره د جاپان مرسته او چمتووالی هم په ډاګه کړ.
نوموړي زیاته کړه چې دوی د اصلاحاتو غوښتونکي دي، خو پر افغانستان خپل نظر نه تحمیلوي.
هغه وویل: دافغانستان اسلامي امارت د امن او پرمختګ لپاره ښه فرصتونه لري او باید ګټه ترې واخیستل شي.
ښاغلي تاکاشي اوکاتا څرګنده کړه چې جاپان په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانستلو هوډ لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د جاپان له مرستو مننه وکړه او د هغو دوام یې وغوښت.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر څخه مننه وکړه چې د نشه یي توکو د مخنیوي، د بودجې دتصویب او د نورو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو په اړه يې د افغانستان دریځ وستایه.
هغه وویل، ځینې رسنۍ د افغانستان په اړه ناسم راپورونه ورکوي او د خلکو ذهنونه تخریبوي.
هغه زیاته کړه، اوس تر پخوا د بشر حقوق ښه تأمین او امنیت خوندي دی.
هغه حجاب د افغانانو د دین او کلتور برخه وباله او ويې ویل چې هره افغانه مېرمن له حجاب سره ځان ارامه احساسوي.
هغه زیاته کړه دلته عدالت تأمین دی، ټول افغانان په حکومت کې خپل ځای ویني، د پخواني حکومت اړوندو ټولو خلکو ته عفوه شوې، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون کار پیل کړی او هغوی ته د ابرومندانه ژوند او راتللو شرائط برابروي.
ده وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو په اړه د تصمیم لپاره د امارت د مقام لخوا د دیني علماوو او پوهانو یوه کمېټه ټاکل شوې چې تمه ده دا ستونزه به ژر حل شي.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې د تېر حکومت شاوخوا پنځه سوه زره منسوبین له اسلامي امارت سره کار کوي.
په پای کې دواړو خواوو هیله وښوده چې دا ناستې به دوام ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته