سیاست

جمهوررئيس غني د هېواد د شمال ختيځ او جنوب ختيځ دبرېښنا سيستم د کارد پرمختګ راپور واورېد

کابل باختردوري دمياشتې  ٩ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف  غني  پرون مازديګر په يوه ناسته کې د هېواد د شمال ختيځ او جنوب ختيځ د برېښنا سيستم د کار د پرمختګ راپور واورېد.
دجمهوررئيس دويا دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ،په دې  غونډه کې چې دغوڅ ملاتړ سيستيکا او  د امريکا متحدو  ايالتونو   پرمختيايي  ادارې ټيمونو هم حضور درلود، د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئيس امان الله غالب د برېښنا سکتورپه استازيتوب يادراپور وړاندې کړ. هغه زياته کړه  د شمال  ختيځ سيستم دبرېښنا  لېږدلين له ارغندې نه ترپل علم
علم، له پل علم نه تر ګردېز د برېښنا لېږد لين او له چاريکارو تر نجراب پورې د برېښنا لېږد لين بشپړ او دافغانستان لورې ته سپارل شوی  دی.  امان الله غالب وويل، دګردېز سب سټيشن له برېښنا سره وصل او د ګلبهار سب سټيشن د برېښنا نښلولو ته چمتو دی.                                                                                                 د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس  د برېښنا   د سويل ختيځ سيستم  د کاري پرمختګ په اړه هم معلومات  ورکړل ويې  ويل، د هلمند ولايت د سنګين شمالي جکشن څخه تر دراني جکشن پورې د برېښنا لېږد لين تسليمي  په نږدې راتلونکي کې زمان بندي شوی.                                                                               

هغه  دغه راز د برېښنا رسولو د دې  سيستمونو پر  وړاندې  د شته  خنډونو په  اړه  هم معلومات وړاندې کړل.
جمهوررئيس غني د ياد راپور له اورېدو وروسته د افغانستان برېښنا شرکت دهڅو او د غوڅ ملاتړ سيستيکا او د امريکا متحدو ايالتونو پرمختيايي ادارې له همکارې د مننې ترڅنګ د هغوی فعاليتونه مثبت و ارزول او ديادو سيستمونو د بهيرد چټک بشپړولو په خاطر يې لازمې لارښوونې وکړې.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته