خبرونهامنیتTOP

جمهوررئیس: تاریخ به د هوایي ځواک کارنامې یاد ساتي

کابل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ټلیفوني خبرو په لړ کې نن مازدیګر د پکتیا د زرمت ولسوال عبدالرحمن فولادي، د هوایي ځواکونو د ۷۷۷ ځانګړې لوا کنډک قوماندان ډګرمن کوثر او د هوایي ځواک د ۷۷۷ ځانګړې لوا «الماس» قوماندان ډګرمن ذکریا سره خبرې وکړې.

جمهوررئیس په دغو جلا ټلیفوني تماسونو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوایي ځواک کارنامې وستایلې وې ویل، تاریخ به ستاسو سرښندنې او شجاعت په یاد ساتي، ټول زما بشپړ ملاتړ له ځان سره لرئ، غوښتنو او وړاندیزونو ته مو پر وخت رسیدګي کېږي.

یادو منسوبینو جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ وې ویل، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د هیواد او نظام د دفاع لپاره خپلې سپېڅلې مبارزې ته دوام ورکوو او ستاسو ځانګړې پاملرنه موږ ته قوت او جرئت راکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته