خبرونهاقتصادټولنهTOP

جمهوررئیس: حکومت د ترانسپورټي شرکتونو او خصوصي سکتور د ستونزو حل ته ژمن دی

کابل/ د غويي ۱۸مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د ترانسپورټ وزارت مسوولینو او خصوصي سکتور استازوسره په غونډه کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

په پیل کې د ترانسپورټ وزارت مسوولینو د ترانسپورټي شرکتونو د کار ښه والي او د ملي عوایدو زیاتوالي لپاره د ترانسپورټي شرکتونو د معیاري کېدو او د دوی ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي په موخه د ترانسپورټ خونې جوړولو وړاندیزونه شریک کړل.

د ترانسپورټي شرکتونو استازو په لویو لارو کې د ستونزو د حل په موخه د حکومت له جدي اقداماتو په مننې د ترانسپورټي کمېټې جوړولو وړاندیز او له حکومت سره د بشپړې همکاري ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس وویل، حکومت د ترانسپورټي شرکتونو او خصوصي سکتور د ستونزو حل ته ژمن دی اود نویو وړاندیزونو لپاره په قانون کې تعدیلاتو نه، بلکې طرزالعملونو کې تغییراتو ته اړتیا ده. د هیواد جمهوررئیس د ترانسپورټي شرکتونو وړاندیز ته په اشارې وویل، د ترانسپورټ خونې د جوړېدو لپاره دې ترانسپورټ وزارت ته یو ضرب الاجل وټاکي او اړوندو ارګانونو ته یې په لویو لارو کې د اخاذيو د مخنیوي او د سرغړونکو د نیولو او قانوني مجازاتو جدي لارښوونه وکړه.

جمهوررئیس غني د غونډې په پای کې وویل، ترانسپورټي شرکتونه دې خپلې ستونزې او حللارې د یو واضح چوکاټ پر اساس د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سره شریکې کړي او دولت به یې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته