سیاست

جمهوررئیس غني دمدني ټولنو، ځوانانو او ښځواستازو ته په خطاب کې: تاسو د افغانستان د سولې، ثبات او هوساینې اصلي محور یاست

– کابل باختردمرغومي ٢٨ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون غرمه د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو له هغو استازو سره په ارګ کې وکتل چې د سولې عالي شورا د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د سولې په اړه ملي مشورتي کنفرانس ته رابللي وو.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې د سولې عالي شورا مرستیالې ډاکټرې حبیبه سرابي وویل،سولې عالي شورا دکارونو دښه والي او انسجام لپاره دعلماو، سیاسي، متنفذینو، مدني ټولنې، ښځو او  ځوانانو او  همدارنګه د مطالعاتو، څېړنو او رسنیو پنځه بېلابېلې کمېټې جوړې کړي چې هره کمېټه خپلې دندې ترسره کوي.
اغلې سرابي وویل: د سولې عالي شورا د ملي اجماع په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري چې د هېواد بېلابېلو اقشارو سره د سولې په اړه د ملي مشورتي غونډو پرمهال د هغوی نظرونه پوښتل شوي دي.
هغې زیاته کړه، ځوانانو، ښځو او د مدني ټولنو فعالانو په ۱۶ګروپونو  کې د سولې په اړه خپل رغنده او موثر نظریات شریک کړل.
دې زیاته کړه،له بېلابېلو اقشارو سره دسولې په اړه ملي مشورتي غونډې په هېوادوالو کې د اعتماد حس رامنځته کوي او همدارنګه د خلکو، سولې عالي شورا او دولت ترمنځ هم باورمندي زیاتوي او د سولې عالي شورا د ستراتیژۍ او پالیسیو په تطبیق کې هم ګټورې تمامېږي.
ورپسې آمنې حسن‌پور دسولې په اړه دمدني ټولنو، ځوانانو او ښځو د ملي مشورتي کنفرانس دکاري ګروپونو د راپور وړاندې کولو پرمهال د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې، غیر مسوول وسله وال، دنشه یي توکو  اوکانونو مافیا، د قانون نه تطبیق، اداري فساد، جګړه، د ټولنیز عدالت کموالی، دبهرنیو جنګیالیو شتون، د دولت پر ژمنو د خلکو بې باوري او  نور د سولې پر وړاندې ستر خنډونه وبلل.
هغې څرګنده کړه، دسولې پروسې دتحقق لپاره دې ځوانانو، مدني ټولنو او ښځو ته ونډه ورکړل شي او همدارنګه یې دمیکانیزم د ایجاد،  د افراطیت له منځه وړلو، د دیني مدرسو جوړولو، د مدرسو د کنټرول او څارنې، د بهرني فرهنګ د مخنیوي، متوازن انکشاف، د لوږې ، وزګارتیا او  بېسوادۍ پر وړاندې د مبارزې او په نصاب کې د سولې    د مفاهیمو  ځایولـــو په  اړه خپل  وړاندیزونه له جمهور رئیس سره  شریک کړل.
وروسته ښاغلي بوستان وليزي دسولې په اړه دمدني ټولنو،ځوانانو او ښځو د ملي مشورتي کنفرانس پرېکړه لیک ولوست .
په دې پرېکړه لیک کې د تلپاتې سولې او امنیت د تامین په اړه له حکومت، طالبانو، نړیوالې ټولنې،سولې عالي شورا او د هېوادمطرح شخصیتونو څخه غوښتنې او وړاندیزونه کړي وو.
د پرېکـــړه لیک له لوستلو  وروسته د هېواد جمهور رئیس د غونډې ګډونوالوته په خطاب کې وویل:  تاسو دافغانستان دسولې، ثبات او هوساینې اصلي محوریاست اوستاسو له فعال ګډون مه واره سوله، ثبات او امنیت نه راځي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان ځوانان او ښځې دې خپل کلیدي رول درک کړي.
جمهور رئیس وویل، موږ د سولې نیت، ټینګه اراده او حوصله لرو او ستاسو پرېکړه لیک د افغانستان نیت دی چې علمای کرام، ځوانان، ښځې او د مدني ټولنو فعالان ورباندې ملي اجماع  لري.
هغه څرګنده کړه،که څوک ادعا کوي چې دافغانستان علما،مدرسې او جوماتونه په یوه او مدني ټولنه، ښځې او ځوانان په بل صف کې دي، نو بیا دې فکر وکړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، اسلام زموږ په وینه او  وجود کې دی        او موږ په نړۍ کې بهترین اسلامي اساسي قانون لرو. افغانستان  ته دې څوک د اسلام درس نه ورکوي، ماته په معاصر تاریخ کې بل داسې هېواد راوښیئ چې  د اسلام مبارک دین لپاره یې یو نیم میلیون شهیدان ورکړي وي.
جمهور رئیس د مدني ټولنې فعالانو، ځوانانو او ښځو استازو د فعال حضور، قضاوت او پیوستون څخه په مننې وویل، په پرېکړه لیک کې مو چې کوم واحد صف وښوده زما او د هر افغان د زړه قوت دی.
جمهور رئیس غني اجماع د بحث نتیجه، د متقابل فهم، غوږ نیولو او د مشترک درد د درک پایله وبلله.
ده زیاته کړه، زموږ دښمنان وایي د هر افغان درد جدا دی، زه وایم زموږ درد او هدف مشترک دی او تاسو د دې ښودونکي یاست. 
محمد اشرف غني د دغې غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: ستاسو زړه زما زړه،ستاسو مینه زما مینه او افغانستان د هر افغان کور دی.زموږ په سر او وینه ارزي. موږ غواړو چې ابادیې کړو او هیچاته یې د ویجاړولو اجازه نه ورکوو.
جمهور رئیس وویل، زموږ ملت داسې پیاوړی دولت غواړي چې دقانون حاکمیت د هېواد په هر ګوټ کې پلی کړي. د دولت قوت په ټانک،  توپ او ګولیو کې نه دی، قوت د دولت د قانون په حاکمیت کې دی. 
ده څرګنده کړه، د اسلام مبارک دین په عدالت استوار دی. افراط نه په دین کې اساس لري او نه هم د منلو وړ دی،موږ غواړو چې دسلو میلیاردرانو پرځای ټول افغانان هوسا ژوند ولري. مافیایي او جرمي ثروت د منلو نه دی.
جمهور رئیس وویل،سره له دې چې خدای تعالی بډای هېواد راکړی، خو موږ په فقر کې ژوند کوو. زموږ اوبه زموږ آبرو ده او ساتنه یې کوو. هغه زیاته کړه، زموږ هر ځوان، هره ښځه، هر عالم او هر افغان زموږ مهمه پانګه ده، ځکه ستاسو په همت هر څه کېږي.
جمهور رئیس غني وویل: سیاست او همت له دباندې نشي واردېدلی. حیثیت او وقار هم چاته نشي پیچکاري کېدلی.
هغه زیاته کړه، هر وخت چې موږ همت او اتفاق کړی، ډېر لوی کارونه مو کړي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، زه سیمې ته وایم موږ په دې نیت نه یوو چې د چا کور ونیسو، یوازې غواړو په خپل کور کې په آرامۍ ژوند وکړو.
ده زیاته کړه،که څوک زموږ کورته په عزت راځي مېلمه پالنه یې کوو، خو د نظر تېری به یې په مرګ تمام شي.
جمهور رئیس د جنګ بېلابېلو ابعادو ته په اشارې وویل، تروریستي شبکو او سازمانونو موږ هدف ګرځولي یوو، دا د افغانستان جنګ نه دی دا پر افغانستان جنګ دی. هغوی غواړي زموږ له پاکې خاورې د خپلو ورانکارو فعالیتونو لپاره استفاده وکړي.
جمهور رئیس غني طالبانو ته په خطاب کې وویل: راشئ بین الافغاني مذاکرات وکړو. که افغانان یاست اختیار مو ګاونډي هېواد ته مه ورکوئ، ځکه هغوی نه غواړي سولې ته ورسېږئ.
هغه زیاته کړه، بین الافغاني مذاکرات درې مرحلې لري، لومړي دوه پړاوونه دې افغاني وي او دریم پړاو چې د سولې تړون تضمین دی ټوله نړۍ دې په کې راشي.
ده  وویل : اول دې یو جدول ترتیب او بیا دې ورباندې  مذاکــــرات وشي. دا دجرګو او مرکو ولس دی. سلګونه ستونزې یې حل کړي  او د زرګونه  پېښو  مخه یې نیولې ده.  زموږ د جرګو او مرکو عنعنه  ډېره درنه ده.
محمد اشرف غني وویل، پاکستان ته د هر اړخیزو  مذاکراتو لاس غځوو او په ډاګه ورته وایوو چې د لستوڼي مار تر ټولولو مړی همغه څوک چیچي چې په لستوڼي کې یې ځای ورکړی.
هغه زیاته کړه، د غیر قانوني او وسله والو بنسټونو ملاتړ د لستوڼي د مار مثال لري.
جمهور رئیس وویل، افغانستان او پاکستان د سیمې د ثبات او هوساینې لامل کېدلی شي او د دې لپاره مناسب ماحول برابر شوی باید ګټه ورڅخه واخیستل شي.
ده زیاته کړه، هر افغان چې د وطن د ابادولو انګېزه لري، هیڅوک      دا او د افغانیت حق  ورڅخه نشي اخیستلی.
محمد اشرف غني د پاکستاني علماو وروستۍ فتوا ته په اشارې وویل، د اسلام اصول په ټوله اسلامي نړۍ کې تطبیقېږي، نو دا فتوا دې د افغانستان په حق کې هم تطبیق شي او داسلامي فتوا تعبیر دې په یو هېواد پورې نه محدودېږي .
جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ دنړۍ د امنیت په لومړۍ کرښه کې یوو چې دخپل او نړۍ د امنیت په موخه نړیوال تړونونه لرو.
هغه زیاته کړه، تر هغو چې زموږ هېوادوال په بهر کې کډوال وي، نو زموږ وجود نیمګړی دی. هغه زیاته کړه، د هغوی درد حس کوو او د راتګ ترتیبات یې نیسو.

جمهور رئیس غني د سولې په اړه د هېواد د بېلابېلو اقشارو مشورتي بحثونو ته په اشارې وویل: ستاسو دغه بحثونه به د کابل کنفرانس او کابل پروسې لپاره اسناد وي.
هغه زیاته کړه، په سیمه، اسلامي هېوادونو او نوره نړۍ کې به هم د کابل پروسې کنفرانسونه په ترتیب جوړ شي او ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به عملي شي.
پاى ذکرالله
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته