سیاستخبرونهTOP

جمهوررئیس غني دکتور قرضاوي ته د روغتیا هیله وکړه

کابل/ د وري ۲۹مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د اسلامي نړۍ فقیه مجتهد او د اسلامي علماو نړیوالې ټولنې موسس او رئیس دکتور یوسف قرضاوي د ناروغۍ د خبر پر اورېدو خواشینی شو. جمهوررئیس وویل، د دکتور یوسف قرضاوي ناروغي چې د اسلام مقدس دین او مسلمانانو لپاره یې زیات خدمتونه کړي، زما او د افغانستان ټول مسلمان ملت ته د اندېښنې او خپګان وړ ده.
د هیواد جمهوررئیس د خدای تعالی په دربار کې د رحمت او فیض نه ډکې روژې میاشتې په برکت دکتور قرضاوي ته د روغتیا او سلامتۍ دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته