سیاستخبرونه

جمهوررئیس غني د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست مسوول سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ دسلواغي۲۳مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو او د افغانستان سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل په افغانستان کې د تاوتریخوالي د غندنې پر مهال وویل: موږ د سولې مذاکراتو بهیر له نږدې څارو. هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو وتل دې د شرایطو پر بنسټ ترسره او تاوتریخوالی باید پام وړ راکم او دایمي اوربند وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته