سیاست

جمهوررئیس غني د عربستان پاچا د مشر ورور د مړینې په خاطر له هغه سره غمشریکې وکړه

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د ټیلیفون له لارې د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې او له هغه سره یې د ورور د وفات په خاطر غمشریکي وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس غني د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب د سعودي عربستان د پاچا د مشر ورور مشعل بن عبدالعزیز آل سعود د وفات له امله هغه او کورنۍ ته یې د غمشریکۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل او د خدای (ج) په دربار کې يې ارواښاد ته د فردوس جنت دعا وکړه.‎#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته