سیاست

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د هالند د شاهي هيواد د بهرني سوداګرۍ او پرمختيايي همکاريو له وزيرې سره وکتل

کابل باختر دتلې اتمه:
د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني وړمه ورځ د هالند د شاهي هيواد د بهرني سوداګرۍ او پرمختيايي همکاريو له وزيرې ميرمن ليليان پلومين سره د ملګرو ملتو سازمان د عمومي اسامبلې د اويايمې غونډې په ځنډه کې وکتل. 
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په وروستيو څوارلسوکلونوکې له افغانستان سره د هالند د شاهي هيواد د ارزښتناکو همکاريو له امله مننه وکړه او د هيواد د حالاتو او وروستيو برياليتوبونو او په تېره بيا له اداري فساد سره د مبارزې، په حکومت کې د ښځو د ونډې د زياتوالي په باب د هالند د بهرني سوداګرۍ او د پرمختيايي همکاريو وزيرې ته معلومات ورکړل.
وروسته د هالند د شاهي هيواد د بهرني سوداګرۍ او پرمختيايي همکاريو وزيرې له افغانستان سره د همکاريو د دوام او په تېره بيا هغه څه چې هالند په کابل کې د جګپوړو مقاماتو په غونډه کې يې ژمنه  کړې ده؛ دخپل هيواد پر ژمنې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته