سیاستخبرونهTOP

جمهوررئیس غني د فنلنډ هیواد درې مقاماتو ته دولتي مډالونه ورکړل

کابل/ د وري ۲۴مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په یو لړ مراسمو کې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاوستو او د فنلنډ د بهرنۍ سوداګرۍ او پراختیایي همکاریو وزیر وېل سکناري ته د غازي محمد اکبرخان دولتي مډالونه او په افغانستان کې د یاد هیواد سفیر یاني تالس ته د غازي مېرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ. په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، په پیل کې د جمهوررئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل په دې اړه د جمهوررئیس فرمانونه ولوستل. جمهوررئیس غني د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو د پراختیا، په جینوا کنفرانس کې د فنلنډ د تعهداتو او په اقتصادي، اجتماعي او انکشافي برخو کې د دغه هیواد د همکاریو په اړه د فنلنډ د یادو مقاماتو هڅې وستایلې. د فنلنډ یادو مقاماتو له جمهوررئیس څخه د یادو مډالونو د ورکړې په خاطر مننه وکړه او وې ویل هیواد یې د متحد، مستقل او ولسواک افغانستان او همداراز د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته