سیاست

جمهوررئیس غني د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره پر ملي کمپاین ټینګار وکړ

 کابل باختر د مرغومې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د ارګ په توحید مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې د قندهار، هلمند، ننګرهار، کونړ، پکتیکا او فراه ولایتونو والیانو ، د عامې روغتیا او حج او اوقافو مسوولینوسره د ګوزڼ له منځه وړلو لپاره پر زیاتو تدبيرونو خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهورریېس هغوی ته په خطاب کې وویل:ګوزڼ يوه خطرناکه ناروغي ده چې اوس هم په هېواد کې د ماشومانو ژوند ګواښي.
جمهورریېس غني زیاته کړه، د ګوزن له منځه وړلو په اړه نړیواله اجماع شته او زمونږ هېواد سره له دې چې په دې برخه کې پرمختګونه لري، خوکافي نه دي او د ګوزڼ وایروس باید په بشپړ ډول له منځه يوړلى شي.
جمهورریېس غني ګوزڼ ناروغۍ ته په اشارې چې لا هم زموږ خلکو ته ستونزې رامنځټه کوي وویل: د کندهار په لویه ویاله او د ننګرهار په ځینو سیمو کې لا هم د ګوزڼ ویروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.
د هېواد جمهور ریېس د محلي ادارو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې،  راستنېدونکي ماشومان واکسین کړي.
هغه د قندهار ښاروال او ټولو مسوولینو ته  هم لارښوونه وکړه چې، د خرقې شریفې د امام، د جوماتونو د امامانو او د ټولو عمومي مرکزونو د مسوولینو په همکارۍ دې د ګوزڼ د واکسینو د تطبیق په برخه کې هڅې وکړي.
جمهورریېس غني وویل، د ګوزڼ د له منځه وړلو واکسین ټیمونه دې په تورخم او سپین بولدک دروازو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، چې د اړونده ادارو په همکارۍ د ګوزڼ ناروغي له  منځه لاړه شي.
محمد اشرف غني  د ګوزڼ د له منځه وړلو  لپاره د ملي کمپاین پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، د پوهنې او کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارتونه په دې برخه کې همکاري کولی شي او د عامې روغتیا او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو په همکاری دې لنډې ویډیوګانې جوړې او د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام دې په ملي کمپاین بدل شي.
جمهورریېس د حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه وکړه چې له دیني عالمانو سره په همکارۍ دې په ټول هېواد کې خلکو ته د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د تطبیق په اړه پوهاوی ورکړي.
د هېواد جمهورریېس په ټول هېواد کې د ګوزڼ د له منځه وړلو په برخه کې  د مدني ټولنو او د ښځو شبکو په ځانګړي ډول د ښوونځیو د ښځینه ښوونکو پر يو موټى کولو د ټینګار ترڅنګ وویل:  د ګوزڼ د له منځه وړلو کمپاین دې سراسري او افغانستان شموله شي او هغه سیمې چې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې نه دي، هغه دې هم په کې شاملې شي.
جمهورریېس څرګنده کړه،  بیل ګیټس خیریه بنسټ او نور هغه بنسټونه چې د ګوزڼ د له منځه وړلو په برخه کې فعالیت کوي او زياتره  د دې ناروغۍ د له  منځه وړلو لپاره افغانستان ته سفر کوي، د ویزې اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.
پاى – عطاءالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته