سیاست

جمهوررئیس غني عمران خان ته په ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین په ټلیفوني تماس کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره خبرې وکړې او د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب یې د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې تلیفوني خبرو کې د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ تمرکز په تېر نه دی، په روښانه راتلونکی راټول دی، د روښانه راتلونکي لپاره به فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کې د اړیکو نوی بنیادي اساس ږدو.
ورپسې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ تاریخي مشترکاتو ته په اشارې وویل، د دواړو هېوادونو لپاره به په لوړه کچه کار کوو، تر څو په ټولو برخو کې مو اړیکې بنیادي او پخې شي.
په دې ټلیفوني خبرو کې عمران خان هیله څرګنده کړه چې هر څومره ژر کابل ته سفر ولري او په یادو مسائلو له نږدې بحث او خبرې وکړي.
په پای کې جمهوررئیس غني کابل ته د عمران خان د راتګ د لیوالتیا د هرکلي پرمهال هغه ته کابل ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه.
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته