ښوونه او روزنه

جمهوررئیس غني: په هرولایت کې یو مسلکي او تخنیکي ښوونځی جوړېږي

کابل باخترد زمري دمياشتې ٥ نيټه : دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني بادغیس ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار د پوهنتون له استادانو او د معارف له ښوونکو سره وکتل. دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې د بادغیس ولایت د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي او د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې رئیس صمیم غفوري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهور رئیس څخه یې د برېښنا سب سټیشن د پرانیستې په خاطر مننه وکړه. هغوی د جمهوررئیس له برنامو څخه د ملاتړ تر څنګ د پوهنتون او ښوونځیو د تجهیزاتو او ودانیو د کمښت او د ښوونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو او د مسلکي ښوونځیو د جوړولو په برخه کې خپل مشخص وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. جمهوررئیس غني د پوهنتون له استادانو او د معارف د ښوونکو له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه ويې ویل، په روان کال کې به له تیارو جوړو ودانیزو توکو څخه ۷۰ښوونځي او راتلونکې کال به ۳۰۰د ښوونځیو ودانۍ چې په ټولیز ډول تر دوو کالو پورې شپږ زره ښوونځي کېږي په ټول هېواد کې جوړ شي. هغه زیاته کړه، د بادغیس په څیر ولایتونو ته به لومړیتوب ورکول شي او په دویم ګام کې به ښوونځیو ته انټرنټ په پام کې ونیول شي. جمهوررئیس غنی دې ته په اشارې چې سږکال به په هر ولایت کې یو مسلکي او تخنیکي ښوونځی جوړ شي وویل، د دغه ښوونځیو جوړیدل به په معیاري توګه د صنعت او کرنې په ودې کې اغیزناک تمام شي. هغه په دې خاطرچې دغه ولایت کې د ښوونځیو بندیدل صفرته راټیټ شوي دي، خوښي وښوده ويې ویل، ښوونځیو ته د نجونو تګ ضروري دی او په کلیو کې به د هغوی ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشي. جمهوررئیس غني په بادغیس ولایت کې د لوړو زده کړو په تخصصي کېدو ټینګار وکړ ويې ویل، په دغه ولایت کې د کرنې پوهنځی کولای شي چې د پستې د ځنګلونو په معیاري کولو او انکشاف کې اغیزناک تمام شي او د کرنې سکتور ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې سره همکاري وکړي. پاى ذ کرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته