خبرونهسیاستTOP

جمهوررئیس محمد اشرف غني په رسمي سفر تاجیکستان ته ولاړ

کابل/ د وري ۹مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ولاړ. جمهوررئیس به په دې دوه ورځني سفر کې په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان، لومړي وزیر او د هغه هیواد د پارلمان رئیس سره په کتنو کې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي. همداراز د هیواد جمهوررئیس به د دې سفر په جریان کې د تاجیکستان ملي پوهنتون کې وینا وکړي او د یاد پوهنتون د رئیس له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته