سیاست

جمهوررئیس: که د افغانستان خپلواکۍ او ملي واکمني درناوي وشي، له امریکا سره دستراتیژیک تړون ته تیار یو.

حامدکرزی جرګې ته په خطاب کې: افغانستان سوله غواړي، دا چې دا سوله څنګه او له چا سره یې وکړي، تاسو په دې اړوند مشوره وکړﺉ، څه چې ستا سو نظر وي، موږ به هغسې وکړو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون او د سولې د بهیر په اړوند جوړه شوې دودیزه مشورتي جرګه نن پرانیستله.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژان ته خبر ورکړ

حامدکرزي د جرګې برخه والو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک تړون د دواړو هېوادونو په ګټه دی، دوی (امریکا) خپلې ګټې لري او موږ خپلې ګټې. دوی زموږ له پوځي تاسیساتو څخه غواړي استفاده وکړي او موږ یې په بدل کې خپل شرایط لرو چې امریکا او ناټو د افغانستان د خلکو د کورونو له لټولو څخه لاس واخلي، پر کورنو باندې د شپې له خوا عملیات بند کړي، زموږ د ملي واکمني درناوی وکړي، دافغانانو له نیولو او بنديانولو څخه لاس واخلي، خپل جيلونه بند کړي او د افغانستان د حکومت له ادارو سره د موازي ادارو د جوړیدو مخنیوی وشي.

جمهوررئیس زیاته کړه: د دغو شرایطو له مخې افغانستان چمتو دی چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاس لیک کړي.

ده وویل: ستاسو له مشورو وروسته به له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د منلو یا نه منلو پریکړه ملي شورا وکړي، خو موږ په دې شرط دغه واکمني درناوي ته تیار یو چې له مخې یې د افغانستان خپلواکۍ او ملي واکمني درناوي وشي.

جمهوررئیس پخپله وینا کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د لیږد بهیر ته د اشارې په ترڅ کې وویل: له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه په بشپړه توګه وځي افغانستان باید خپل ظرفیتونه لوړ او په بیلابیلو برخو کې خپل ځوانان و روزي او د افغانستان لپاره له دې لارې یو اساسي بنسټ کیږدي او له دې سره سره له نړۍ سره داسې اړیکې ټینګې کړو چې د افغانستان د عمومي ثبات ضمانت وکړي چې د دې کار لپاره موږ حاضر یو له بریتانیا، فرانسې، ناټو او د اروپا له اتحادیې سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړو.

د هېواد جمهوررئیس دې ته په اشارې سره چې د تروریزم پرخلاف جګړه زموږ په کلیو او بانډوکې نشته، وویل: د تروریزم پرخلاف جګړه لکه څنګه چې د افغانستان د خلکو هیله او غوښتنه وه، عملي او بریالۍ نه شوه او د افغانستان د کلیو او بانډو پرځای د تروریزم اصلي ځالو او پټنځایونو ته پاملرنه ونه شوه.

حامدکرزي د جرګې د دويمې موضوع په اړوند چې هغه د سولې بهیر دی، خبرې وکړې او په دې لاره کې یې د استاد برهان الدین رباني شهادت د افغانستان لپاره ستر زیان وباله او دجرګې برخه والو ته یې وویل: افغانستان سوله غواړي، داچې دا سوله څنګه او له چا سره یې وکړي، له طالبانو او که له پاکستان سره، تاسو په دې باب مشوره وکړﺉ څه چې ستا سو نظر وي، موږ به هغسې وکړو.

حامدکرزي د افغانستان د ثبات لپاره دوه عناصر ډیر مهم وبلل، یو کورنی ملي عنصر او بل بهرنی عنصر.

ده وویل: په بهرني عنصرکې افغانستان هیڅکله هم له خپلو ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره په دومره روڼتیا عمل نه دی کړی، لکه د افغانستان حکومت چې په تیرو لسو کلونوکې د ښو اړیکو له لارې د دوه اړخیزو مناسباتو لپاره هڅې کړي دي.

جمهوررئیس زیاته کړه: ایران زموږ ورور او ګاونډی هېواد دی او موږ ورسره خپله اړیکه ساتلې ده، له پاکستان سره مو اړیکې ښې کړي، له چین، روسیې، هندوستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره مو اړیکې ساتلي او دغه کړنې مو په خپله خوښه ترسره کړي دي. له ترکیې او سعودي عربستان سره مو اړیکې په ډیره عالي توګه ټينګي کړي دي چې په دغو ټولو مواردو کې مو په خپلواکه توګه عمل کړی دی.

حامدکرزي د افغانستان په ثبات کې کورني عنصر ته اشاره وکړه او وې ویل: په هېواد کې دننه زموږ تر منځ ټینګ ملي وحدت د ثبات تر ټولو مهم عنصر دی او موږ باید له نړى سره د ستراتیژیک تړون له لارې همیشني ثبات ته ورسیږو.

حامدکرزي په دې جرګه کې په تیرو لسو کلونوکې په بیلابیلو برخو کې د افغانستان برياليتوبونه بياکړل او وې ویل: افغانستان په دې موده کې له خپل یوازیتوب، بدمرغۍ او تجريد څخه داسې یوه هېواد ته ورسیده چې په میلونونو بچیان، لوڼې او زامن یې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي او په زرګونو نور یې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت دي. د روغتیا په برخه کې ستر کارونه شوي، اقتصاد مو ښه شوی چې ښه بېلګه یې د هېواد د اسعاري زیرمې زیاتیدل دي چې دغه زیرمه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې یو سلو اتیا میلونه ډالره وه او سږ کال شپږ زره میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.

جمهورریس زیاته کړه: له نړۍ سره مو اړیکې پراخې شوي او نن له شپیتو څخه زیات هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه او نماینده ګۍ لري، په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ پرحال په افغانستان کې یوازې درې سفارتونو شتون درلود.

جمهوررئیس وویل: افغانستان په نړیواله کچه خپل باور تر دې حده زیات کړی چې داسې نړیواله غونډه او یا کنفرانس به نه وي چې افغانستان په هغه کې برخه وانخلي .

حامدکرزي وویل: تر ټولو مهمه دا ده چې افغانستان یو ځل بیا د ټولو افغانانو په ګډ کور بدل شو او نن د هر فکر لرونکی افغان په خپل هېواد کې ځای لري چې ډیره ښه بیلګه یې په ملي شورا کې تر یو چتر لاندې د بیلابیلو فکرونو د خاوندانو، د ګوندونو او تنظیمونو د غړو راټولیدل دي او هیڅوک د دې حق نه لري چې چاته ووایي چې ته حق نه لرې او زه حق لرونکی یم.

ده وویل: موږ ټول په یو موټي توګه خپل ځانونه د دې خاورې خاوندان بولو، خو له دې سره سره مو لا تر اوسه هم سترې ستونزې او ننګونې په مخکې پرتې دي، لا تر اوسه له تورتم او خطرونو څخه نه یو راوتلي او خپلې هغې سترې هیلې ته نه یو رسیدلي چې هغه په هېواد کې د سراسري تلپاتې او ډاډمنې سولې او ثبات ټینګښت دی.

ورپسې د دودیزې مشورتي جرګې موقتي رئیس د هېواد روحاني شخصیت پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي خبرې وکړې، وې ویل: له امریکا سره د ستراتيژیک تړون لاسلیک د افغانستان یوه اړتیا ده او زموږ د یو شمېر ګاونډیانو لاسوهنې موږ دې ته مجبور وي چې د نړۍ له سترو هېوادونو سره تړونونه لاس لیک کړو.

په دې جرګه کې شاوخوا دوه زره کسانو برخه اخیستې چې د څلورو ورځو په جریان کې به د څلویښتو کمیټو له لارې خپلې مشورې بشپړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته