سیاستخبرونهTOP

جمهوررييس د افغانستان حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد له مشر سره وکتل

کابل/ د غبرګولي لومړۍ/ باختر

جمهوررییس محمداشرف غني له سیاسي رهبرانو او د هیواد مطرح شخصیتونو سره د مشورتي ناستو په لړ کې، نن له غرمې مخکې د افغانستان د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد سره وکتل.

جمهوررییس غني د ملي اجماع د پیاوړتیا او د عادلانه او پایداره سولې په اړه د ده د مشورو اورېدو پر مهال له نوموړي سره پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې وکړې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته