کابل/ د چنګاښ ۲۲مه/ باختر
جمهوررئیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال، نن مازدیګر په ملي شورا او ولایتي شورا کې د بلخ د خلکو له استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په مزارشریف ښار کې ترسره شوه، یادو استازو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او جمهوري نظام څخه د ملاتړ پر مهال چمتووالی وښود چې د دولت تر چتر لاندې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ په همغږي ډول د وطن د دښمنانو پر ضد مبارزه کوي.
دوی څرګنده کړه، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول خلک په وحدت او یووالي سره د دښمن پر وړاندې ودرېږي.
په یاده کتنه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د سوق او ادراې او ښې همغږۍ لپاره یو منظم پلان ترتیب شوی دی.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته، له جمهوریت او وروستیو دوو لسېزو لاسته راوړنو د دفاع په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عالي روحیې، همغږۍ او ګډو هڅو مننه وکړه.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه د دولت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ لري.