سیاست

جمهورريیس: د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي

کابل /د کب ٣٠مه /باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو ورثې سره ټلیفوني خبرې او غمشریکي وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس د شهید دریم ساتنمن علي د کورنۍ له غړي محمد حسین سره په خبرو کې د هغه کورنۍ ته د نوموړي او د هغه د همسنګرانو پر شهادت غمشریکي وکړه ويې ویل، د هغوی اتلولي نه هېرېږي.
محمد حسین وویل، زموږ لویه غوښتنه دا ده چې د یادو شهیدانو غچ واخیستل شي او هغوی چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید کوي د هیواد دښمنان دي، د ساحې د پاکوالي لپاره باید عملیات وشي او د نوموړي کورنۍ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې جمهورريیس د شهید ډګرمن عبدالکریم له پلار عبدالرحیم سره خبرې وکړې او له نوموړي سره یې د زوی د شهادت په مناسبت غمشریکي او ورته دعا وکړه.
عبدالرحیم وویل، زوی مې په ویاړ افغانستان ته د خدمت په لاره کې شهید شوی او زه پرې ویاړم.
جمهورريیس وویل، اړوندو ارګانونو ته مې لارښوونه کړې چې نوموړي ته د دوه رتبو د ترفیع لپاره اجراات وکړي او کورنۍ ته به یې رسیدګي کېږي.
همدا راز جمهورريیس د شهید جګړن فضل وهاب پلار متقاعد جنرال شېرین دل سره خبرې وکړې او له نوموړي سره یې د زوی د شهادت په مناسبت غمشریکي او ورته دعا وکړه.
جنرال شېرین دل وویل، زما زوی د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي نوامیسو د ساتنې په لاره کې په شهادت رسېدلی او زه پرې ویاړم او که اړتیا شوه زه پخپله حاضر یم بیا سنګر ته ولاړ شم.
جمهورريیس وویل، نوموړي ته مې د فوق العاده ترفیع د اجرا کېدو لارښوونه کړې او د وسله وال پوځ د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي د حکومت لومړیتوب دی.
همدا راز جمهورريیس د شهید بریدمل محفوظ له پلار عبدالمعقول سره خبرې وکړې ويې ویل، ستاسو اولادونو د دې هیواد د ساتنې لپاره قرباني ورکړې، ستا زوی ته به دوه درجې ترفیع اجرا شي او هغوی به مو کله هم له یاده ونه وځي.
عبدالمعقول وویل، د زوی پر شهادت ویاړم او موږ د جمهوریت د دفاع لپاره سر ورکوو، خو سنګر نه ورکوو.
د هیواد جمهورريیس د بهسود وروستۍ پېښې د شهید ساتنمن داوود له پلار حاجي رضا سره هم غمشریکي وکړه او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چې کورنۍ ته به یې رسیدګي کېږي او حاجي رضا د جمهورريیس له پاملرنې او ټلیفوني تماس مننه وکړه.
په دې ټلیفوني تماس کې جمهورريیس د ټولو شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي. # پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته