سیاست

جمهورريیس د لویې پکتیا مشرانو سره وکتل

کابل / د لیندی ۸ / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې پکتیا یو شمېر مشرانو سره په کتنه کې په چهار چنار ماڼۍ کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په پیل کې عبدالرحمن ځدراڼ، حاجي اغاګل احمدزي، محمدمصدق او نثاراحمد صاحبزاده د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال ځڼغوزیو ته د بازارموندنې، د سولې او نورو برخو کې د جمهورريیس د کوښښونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه او وې ویل، د سولې پروسې د بشپړ ملاتړ ترڅنګ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.
یادو ویناوالو د سولې په اړه د منفي تبلیغاتو د مخنیوي، د ولسي شوراګانو او مشرانو د ملاتړ، د لویې پکتیا ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د کادرونو د استخدام په اړه خپل وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
د جمهوري رييس د وياند دفتر باختر آژنس ته خبر ورکړ.
جمهورريیس یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، سوله الهي امر، د هر افغان او انسان حق او زموږ ټولو موخه ده. هغه سوله چې ورورولي، امنیت، یووالی او پرمختګ په کې وي.
د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، ستاسو په څېر دې د افغانستان د هرې لویې برخې مشران سره ټول شي چې په دوامداره توګه د دوی له مشورو څخه برخمن شو. هغه زیاته کړه، ولسونه او مشران دې له طالبانو ډلې څخه د سولې او راتلونکي په اړه یو لړ اساسي پوښتنې وکړي.
جمهورريیس غني وویل، د هیوادوالو د هوساینې او د کډوالو د مېشتېدنې په موخه د اوبو مهارول د حکومت له مهمو برنامو او لومړیتوبونو څخه دي چې په بودجه کې هم ورته پام شوی، مګر په دې برخه کې د زمینې برابرولو لپاره د ولسونو او مشرانو همکاري مهمه ده.
پاي-سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته