سیاست

جمهورريیس د هیواد د دفاع د لومړۍ کرښې یو شمېر مسوولینو سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د ليندۍ٨مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په بېلابېلو ولایتونو کې د هیواد د دفاع د لومړۍ کرښې له یو شمېر مسوولینو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني په دغو بېلابېلو ټلیفوني اړيکو کې د هیواد د دفاع په لومړۍ کرښه کې د جګړن صفي الله خان، ډګرمن حشمت الله خان، د ۳۰۵ اتل قول اردو مرستیال ډګروال محمدعارف یوسفي، د ۲۰۵ اتل قول اردو د دریمې پلې لوا قومندان ډګروال ذبیح الله غورځنګ، د ارزګان د څلورمې پلې لوا قومندان ډګروال سیدمحمد، د غور د څلورمې پلې لوا ډګرمن جنت ګل، د دویم کنډک قومندان ډګرمن محمدهاشم امرخېل ، د ۲۰۷ ظفر قول اردو د څلورمې لوا د دویم کنډک ريیس ارکان ډګرمن شېرمحمد او د دوی د همسنګرانو د اتلولیو او زړورتیا قدرداني وکړه.
جمهورريیس په غزني، قندهار، فراه، هرات، ارزګان او غور ولایتونوکې د هیواد د دفاع د لومړۍ کرښې سرتېرو ته په خطاب کې وویل، په لومړۍ کرښه کې د وطن د دفاع، اتلوليو او دښمن ماتولو له امله ستاسو مننه کوم، ټولو افسرانو، بریدملانو او افسرانو ته زما سلامونه ورسوئ، د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان، دولت او ملت پر تاسو ټولو ویاړي، خدای مو سلامت لره.
د هیواد جمهورريیس وویل، د دې لپاره مې زنګ وهلی چې احوال مو واخلم، تاسو په مهمو موقعیتونو کې ډېر مهم اهداف لرئ او په ښه ډول یې تعقیبوئ، د ملاتړ ډاډ درکوم، درباندې ویاړم، زه او ټول ملت مو ملاتړی دی.
جمهورريیس د ۲۰۵ اتل قول اردو د دریمې پلې لوا قومندان ډګروال ذبیح الله غورځنګ ته په خطاب کې وویل، ډګروال صاحب خدای دې ساته، مننه چې دامان کې د دښمن پر وړاندې په مبارزه بوخت یې. قندهار ډېر خاص اهمیت لري، د افغانستان سیاسي زړه دی او د لوی احمدشاه بابا عنعنه نن تاسو ته در پاتې ده. دا چې بریدملانو، افسرانو او سربازانو مو دښمن مات کړی، مننه مو کوم.
جمهورريیس ډګروال سیدمحمدخان سره په ټلیفوني تماس کې وویل، د هیواد حساسه نقطه ارزګان او دهراوود کې ستاسو د مېړانې او زړورتیا مننه کوم. دهراوود خاص اهمیت لري او تاسو وکولای شول چې دښمن مات کړئ . بریالیتوب مو غواړم، ملت له تاسو سره دی او ټولو ته مې سلامونه ورسوئ.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د غور د څلورمې پلې لوا ډګرمن جنت ګل سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، په غور کې هوا سړه، مګر زړه دې تود دی. د دغې نوې سلسلې له لارې تاسو د لومړۍ کرښې ټولو مېړنیو ته زنګ وهم او درنه مننه کوم. ولس او دولت ستاسو ټینګ ملاتړ کوي.
په دغو بېلابېلو ټلیفوني تماسونو کې ټولو د جمهورريیس غني د همېشنۍ پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه او ويې ویل، موږ ته دې ویاړ راوباښه، ټول سرتېري درباندې ډاډه دي او درباندې ویاړي. ستاسو پیغام به د لومړۍ کرښې ټولو بریدملانو، افسرانو او سرتېرو ته ورسوو. له دښمن څخه مو ګڼې سیمې بېرته نیولي، تلفات وراوښتي او د نورو سیمو د نیولو دوامدارې هڅې کوو.
هغوی زیاته کړه، د دې خاورې د بچیانو او سرتېرو په توګه مو دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او ستاسو د هدایت او امر مطابق په هر ډول شرایطو کې د وینې تر وروستۍ څاڅکي د هیواد هره برخه کې خدمت او دفاع ته چمتو یوو.
جمهورريیس د دوی لوړ مورال څخه په مننې وویل، دغه روحیه په کار ده چې ټول ولس ډاډه شي او دا وطن به ستاسو په مېړانه او همت ابادېږي، پر تاسو باندې مې اتکا ده چې وضعیت بدل او د ولس ډاډ ترلاسه کړئ. خدای مو روغ ساته. ټولو سربازانو او ولسونو ته زما سلامونه ورسوئ.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، یو وار بیا ستاسو ټولو د مبارزې مننه کوم، یوه نوې سلسله مې پیل کړې چې د جبهې لومړۍ کرښې زړورو قومندانونو او سرتېرو سره مستقیم غږېږم او د امنیت شورا دفتر ته به لارښوونه وکړم چې ستاسو ټولو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته