کابل / د وري ۱۰ / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د اسیا زړه ـ د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار په بوستان سرای کې پخپل استوګنځي کې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې، دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او د افغانستان د سولې په اړه د ترکیې غونډې جوړېدو د تیاریو په هکله یې بحث او خبرې وکړې.# پاى