سیاستTOP

جمهورريیس غني د اذربایجان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

کابل / د وري ۱۰ / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن مازیګر د اسیا زړه ـ د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کنفرانس په څنډه کې، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف سره وکتل.

د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.

په دې کتنه کې چې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار په بوستان سرای کې د جمهورريیس پخپل استوګنځي کې وشوه، دواړو لوریو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو پراختیا، اقتصادي مسایلو او پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.#  پاى

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته