سیاستTOP

جمهورريیس غني د ولسي جرګې اداري پلاوي سره وکتل

کابل/ د ليندۍ٨مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې د ريیس میر رحمان رحماني په مشرۍ د ولسي جرګې اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، د حکومت او مقننه قوې ترمنځ په همغږۍ خبرې وشوې او له ولسي جرګې څخه مننه وشوه چې د کابینې لسو وزیرانو ته یې د تایید رایه ورکړه او د همغږۍ زیاتوالي لپاره پر یو شمېر مکانېزمونو هم هوکړه وشوه.
جمهورريیس غني وویل، ولسي جرګه د هیواد د اساسي قانون د یو بشپړونکي بنسټ په توګه، جمهوري نظام ته ځانګړی اهمیت لري او د همدې لپاره له دې قوې سره باید همغږي زیاته شي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته