روغتیا

جمهورريیس غني: د کرونا دویمې څپې مهارول د حکومت لومړیتوب دی

٤٥- کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ولایت د ۱۹ دولتي روغتونونو ريیسانو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست  هم حضور درلود، جمهورريیس غني د کرونا لومړۍ څپې د مهارولو تجربې ته په اشارې وویل، د کرونا دویمې څپې مهارولو مدیریت د حکومت لومړیتوب دی او له ټولو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو څخه چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې خدمت کوي، مننه کوم.
جمهورريیس وویل، د هیواد د روغتیا ملي پروګرام په اساسي ډول بیا کتنې ته اړتیا لري او روغتیایي خدمتونه به د پایلو پر اساس ارزول کېږي.
هغه زیاته کړه، په روغتونونو کې دې عاجل اصلاحات عملي شي، چې روغتیایي خدمتونه لا نور هم اغېزناک شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وویل، په روغتونونو کې د اصلاحاتو لپاره په دوو عاجلو او بنسټیزو برخوکې د روغتونونو د ښه والي ملي پلان ترتیب شوی او ژر به په مدیریت او خدماتو کې بنسټیز تغییرات راشي.
د کابل د ۱۹ روغتونونو د ريیسانو په استازیتوب د رابعه بلخي روغتون ريیسې صدیقې عبدالله ادیب، د ملالۍ روغتون ريیسې هما اکسیر، د وزیر محمد اکبر خان روغتون ريیس سید عبدالله احمدي او د ابن سینا صدري روغتون ريیس امیر پاچا منګل د نویو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د ګومارلو، د درملو او طبي وسایلو د کموالي، په کلیدي پوسټونو د غیر مسلکي کسانو د ګومارلو مخنیوي او د ظرفیتونو د پیاوړتیا په اړه خپل وړاندېزونه مطرح کړل.
د افغانستان د طبي شورا ريیسې نسرین اوریاخېل وویل، د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره د څارنې سیستم باید پیاوړی او د روغتونونو  د ښه والي ملي پلان تطبیق شي.
جمهورريیس د غونډې په پای کې وویل، عامې روغتیا وزارت دې د روغتونونو د ښه والي ملي پلان د تطبیق عاجل اقدامات وکړي چې ډېرژر د کابل په کچه خلک په روغتیایي خدمتونو کې مثبت تغییرات حس کړي. مسوولین دې د درملو، طبي وسایلو او د بشري قوې د کموالي پوره کولو لپاره واضح وړاندېزونه ترتیب کړي چې حکومت یې پر اساس اقدامات وکړي.
 پاى- ج  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته