سیاست

جمهورريیس غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره روژه ماتی او ګډه ناسته وکړه

کابل / د غبرکولى ٢مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د هېواد سیاسي او جهادي مشرانو سره په دلګشاه جومات کې د عظیم الشان قران د ختم مراسمو او د روژه ماتي په مناسبت جوړه شوې مېلمستیا او ګډه ناسته کې ګډون وکړ او ټولو مشرانو د روژې مبارکې میاشتې له برکته په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه. 
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په ارګ کې د روژه ماتي په مناسبت دغه مېلمستیا او ناسته کې چې مخکېني جمهورريیس جلالتماب حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله، محمدیونس قانوني، استاد محمدکریم خلیلي، ډاکټر زلمي رسول، حاجي محمدمحقق، باتور دوستم، محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، محمدمعصوم ستانکزي او رنګین دادفر سپنتا حضور درلود،  ټولو مشرانو د هېواد په ملي او سیاسي مسایلو او روان وضعیت بحث  او خبرې وکړې.   
جمهورريیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد له سیاسي شخصیتونو او جهادي مشرانو څخه یو ځل بیا د دغه سیاسي توافق له امله مننه وکړه او دا یې د ملي یووالي او سیاسي اجماع لپاره چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د تامین او د تحمیلي جنګ د پایته رسېدو لامل شي، مهم ګام وباله.
د هېواد جمهورريیس وویل، حکومت به د سلا او مشورې مهم اسلامي او ملي اصل ته د درناوي په موخه د تل په څېر د ملي مسایلو په اړه د هېواد سیاسي مشرانو، د ولس او ټولو اقشارو استازو سره وخت پر وخت سلا مشورې وکړي. پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته