نوی کال 1400خبرونهټولنه

جمهورريیس: ټولو افغانانو، د ازادۍ، ثبات او پرمختګ پلویانو او د نوروز حوزې هیوادونو ته دې نوی لمریز کال مبارک وي

 کابل /  دوري  ٢مه /باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون سهار د نوي لمریز کال په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، دولتي مقاماتو، د ملي شورا غړو، سیاسي او جهادي شخصیتونو، د وسله وال پوځ یو شمېر منسوبینو، بهرنیو سفیرانو او ډيپلوماتانو په کې حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.

د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په پیل کې جمهورريیس د سلامخانې ماڼۍ په چمن کې د سولې، عدالت او پرانېستې دولتدارۍ نیالګی کېښود او لاسي صنایع او بېلابېل کورني تولیدات یې هم ننداره کړل.

په سلامخانه ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال د هیواد لومړۍ مېرمن ټولو هیوادوالو ته د ۱۴۰۰ لمریز کال مبارکي وویله او هیله یې وښوده چې روان کال په هیواد کې د سولې، ارامۍ او ثبات کال وي.

جمهورريیس وویل، ټولو افغانانو، د ازادۍ، ثبات او پرمختګ پلویانو او د نوروز حوزې هیوادونو ته دې نوی ۱۴۰۰ لمریز کال مبارک وي. تېر کال د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو له برکته افغانستان له ډېرو دسیسو روغ ووت او د دوی کارنامې به په زرینو کرښو ولیکل شي.

جمهورريیس وویل، په ۱۴۰۰ کال کې به د لوګر په سرخاب کې پخپل شخصي لګښت یو اسلامي مرکز جوړ کړم او روان کال به حکومت په ولسوالیو او کلیو کې د خدمتونو په وړاندې کولو تمرکز زیات کړي.

د هیواد جمهورريیس د وچکالۍ څپې ته په اشارې وویل، روان کال د اوبو مدیریت لومړیتوب دی او په ټول افغانستان کې به د وړو او لویو پروژو کارونه پیل شي او له ملي شورا څخه یې د اوبو مدیریت ته په لومړیتوب ورکولوکې د همکاریو غوښتنه وکړه.

جمهورريیس په عادلانه او پایداره سولې ټینګار وکړ ويې ویل، زموږ غوښتنه عادلانه او تلپاتې سوله ده چې وینه بهېدل ودرېږي او د دې لپاره تدبیر او وحدت پکار دی چې ټول یو بل ومنو. تریخ تاریخ باید بیا تکرار نشي او موږ د خپلو ماشومانو د برخلیک ټاکلو مسوولیت لرو.

جمهورريیس طالبانو ته په خطاب کې وویل، په بهرنیانو بریدونه نه کوئ، خو پر افغانانو د بریدونو مشروعیت چا درکړی؟ راشئ په ګډه دا کور اباد کړو او د پردیو د دسیسو وسیله مه ګرځئ،په روغه، سوله او منطق به ټول یو بل ومنو.

جمهورريیس غني وویل، په عقل او تدبیر د افغانستان د بهرني سیاست پنځه حلقې مدیریت کوو. روان کال د ډیجیټلي کېدو لپاره مهم او شپږ لوی ښارونه لویې پانګونې ته چمتو دي او په فرهنګي برخه کې به هم عظیم حرکتونه راشي.

د هیواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې له ازبکستان سره په ګډه د امام بخاري او امام ترمذي د کلیزو په نمانځنې ټینګار وکړ ويې ویل، موږ به عمیق فرهنګي لیدلوری بیا ژوندی او سږ کال به نوایي، ګنجوي، د باچاخان د عدم تشدد حرکت سلمه کالیزه ونمانځل شي او د افغانستان حکومت د غني خان مقبرې جوړولو کار هم پیلوي.#   پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته