سیاستTOP

جمهوررییس د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ منسوبینو ته دولتي مډالونه ورکړل

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار په چهار چنار ماڼۍ کې د شپږنیمو په غونډه کې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ۱۶ منسوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس رضوان مراد یادو منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په اړه د جمهوررییس فرمان ولوست.
په فرمان کې راغلي و چې دغو منسوبینو په مېړانه او رښتینولۍ خپلې دندې ترسره کړې او دغه مډالونه یې د کړنو د ستایلو په موخه ورکول کېږي.
د جمهوررییس له لوري یادو منسوبینو ته د مډالونو له ورکړې وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو غونډو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: د ژمنو تعقیب په یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په پایله کې په کابل کې د جرمونو ګراف په بېساري ډول راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.
جمهوررییس د هغوی د راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته د شپږنیموغونډو لاسته راوړنې وستایلې، وې ویل: تاسو د ګروپي مدیریت په نتیجه کې مثبت تغییرات راوستي، ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.
جمهوررییس غني له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل: په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.
جمهوررییس وویل: موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتووالی لرو او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.
د هېواد جمهوررییس وویل: یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي، نور ورته په دولت کې ځای نشته. طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامۍ نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.
جمهوررییس له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وویل: نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هېواد نارامه وي، د دوی هېواد به هم نا آرامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي.
جمهوررییس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: زموږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، آباد، آزاد او خپلواک افغانستان دی، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي، زموږ غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده. موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته