سیاستخبرونه

جمهوررییس غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

– کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني تېر ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ټلیفونې خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ټلیفوني مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هیوادونو د لازیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په ځانګړي ډول تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې.
جمهورريیس غني وویل، د افغانستان دولت او خلک پیاوړې اراده او اجماع لري چې د سولې پروسه بریالۍ او زموږ په هیواد کې تلپاتې او باعزته سوله راشي.
په دې ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزې او بین المللي ډیپلوماسۍ هم ټینګار وکړ.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته