سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د تاجکستان لومړي وزیر سره وکتل

کابل / د وري ۱۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون مازیګر په خپل استوګنځی د دوشنبې ښار بوستان سرای کې د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده سره وکتل.
د جمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په امنیتي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې او د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په برخه کې د دواړو هیوادونو د ګډ لیدلوري پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.# پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته