سیاستTOP

جمهوررییس غني د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد

کابل / د وري ۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د آسیا زړه ـ استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه په دوه ورځني رسمي سفر، د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس او مل پلاوي ته په دوشنبې بین المللي هوایي ډګر کې د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده، د هغه هېواد د ترانسپورټ وزير عظيم ابراهيم او په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر او یو شمېر ډیپلوماټانو هرکلی ووایه.
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته