سیاستخبرونهامنیت

جمهوررییس غني د شمال ملکي او نظامي مسوولینو ته په خطاب کې: خپل امنیتي او ولسي پلانونه مو په لا زیات انسجام او همغږۍ پلي کړئ

۲۹- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع وزارت یو شمېر مسوولینو هم حاضر وو او د بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګانو او سرپل والیان هم وصل وو، لومړی د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان ډګرجنرال هیبت الله علیزي د شمال زون امنیتي راپور له جمهوررییس سره شریک کړ.
هغه د قول اردو د اغېزمنو فعالیتونو، پر څو ولسوالیو د طالبانو د بریدونو دفع کولو، په شمال کې له طالبانو د څلورو ولسوالیو تصفیه کېدو، د لویو لارو د امنیت تامین لپاره د امنیتي پلانونو او د امنیت تامین په موخه په مختلفو ولایتونو کې د اکمالاتو او د قوتونو ځای پر ځای کولو په اړه راپور ورکړ.
ډګرجنرال هیبت الله علیزي وویل: د دښمن د بریدونو دفع کولو لپاره عملیات لا هم دوام لري او د امنیتي تړون تطبیق زموږ لپاره مهم دی.
وروسته د یادو ولایتونو والیانو د امنیتي وضعیت، ګواښونو، په خپلو اړوندو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا ښه انسجام او همغږۍ او د امنیتي، انکشافي او ولسي برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل او جمهوررییس ته یې ډاډ ورکړ چې امنیتي تړون د تطبیق په حال کې دی.
جمهوررییس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته، لومړی په قندهار او هلمند کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت مرستیال د هڅو او اقداماتو چې د طالبانو د بریدونو د دفع کېدو او د هغوی د ماتې لامل شول ستاینه وکړه، ويې ویل: له نېکه مرغه د هېواد په سویل کې د طالبانو لوی پلانونه شنډ شوي او دغه ډله له سختې ماتې سره مخ شوې ده.
هغه د والیانو او قول اردو قوماندانانو له هڅو مننه وکړه، ويې ویل: تاسو خپلې هڅې زیاتې کړئ چې دښمن خلکو او عامه تاسیساتو ته زیان ونشي رسولی او خپل امنیتي او ولسي پلانونه مو په لا زیات انسجام او همغږۍ پلي کړئ.
جمهوررییس وویل: موږ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په توګه د سولې غوښتونکي یوو، خو لیدل کېږي چې طالبان لا تراوسه هم د جګړې نیت لري او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت د خاورې او خلکو ساتنه ده او زموږ وسله وال پوځ دغه ظرفیت، اراده او پیاوړې انګېزه لري چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي.
جمهوررییس له هغوی وغوښتل چې امنیتي تړون تطبیق کړي او موخه دا ده چې څه ډول امنیتي او دفاعي ځواکونه له خلکو سره یو ځای کار وکړي او د جرمونو، غصب، بې نظمۍ او بې قانونۍ پر وړاندې منسجم شي.
همدارنګه ولس د قانون پلي کول غواړي او هغه کسان چې سرغړونه کوي او رواني امنیت ته زیان اړوي باید قانوني چلند ورسره وشي، د خلکو باور باید د والیانو او امنیتي ځواکونو لپاره اساسي اصل وي.
جمهوررییس غني په دغه ویډیو کنفرانس کې له والیانو څخه وغوښتل چې په هر ولایت کې د خلکو د هوساینې په خاطر خپلې مشخصې طرحې له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.
جمهوررییس په یادو سیمو کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته وویل: هېڅ دولتي او نادولتي فرد د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت پرسونل څخه د خپل شخصي امنیت د تامین په خاطر د استفادې حق نه لري، ځکه دغه ارګانونه د ولس د ساتنې لپاره دي، نه د مقاماتو او افرادو د امنیت د تامین لپاره.
د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د لویو لارو د امنیت پر تامین او د طالبانو د اخاذي پر له منځه وړلو ټینګار وکړ، ویې ویل: په هېڅ صورت دې اجازه نه ورکول کېږي چې طالبان اخاذي واخلي او عامه مالونه لوټ کړي. #
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته