سیاستTOP

جمهوررییس غني په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د قندهار د خلکو له يو شمېر استازو سره وکتل

۱- کابل / د لیندۍ ۲٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهورریيس محمد اشرف غني قندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال تېر ماښام د ولايتي شورا رييس او غړو او په ولسي جرګه کې د قندهار د خلکو له يو شمېر استازو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
لومړی د قندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال خبرې وکړې، جمهور ريیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ يې د هغه ولايت د عمومي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د قندهار ولايت امنيت ته د لا زياتې پاملرنې، د نورو امنيتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او کروندګرو او راستنو شويو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې په ولسي جرګه کې د قندهار د خلکو استازي عارف نورزي په خپلو خبرو کې وويل، د قندهار خلکو زياتې قربانۍ ورکړي دي او د باعزته او پایداره سولې غوښتونکي دي.
هغه زياته کړه، د امنيت د تامين، پر ټولو يو شان د قانون تطبيق، د اوبو رسولو پروژو د عملي کېدو، د اوبو بندونو جوړېدو او په حکومتي جوړښت کې د دې ولايت د ځوانانو ګومارنې برخو ته بايد پاملرنه وشي.
جمهورريیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وويل، حکومت به د قندهار ولايت د امنيت تامين، کروندګرو او راستنو شويو سره مرستې او هغوی ته د ځمکو  د وېش په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
جمهورريیس د قندهار ولايت له مشرانو وغوښتل چې خپل مطلق يووالی او اتحاد وساتي، ترڅو يو بل ته لاس ورکړو او د قندهار د خونديتوب او د خلکو د هوساينې لپاره هڅې نورې هم زياتې شي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته