امنیت

په ننګرهار کې يو پوليس د ماين په چاودنه کې ووژل شو

کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
يو پوليس په ننګرهار کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو او دوه نور سرتيري تپيان شول.
د دغو پوځيانو د سپرلۍ په رنجر موټر نن له غرمې مخکې په جلال اباد ښارکې د ماين چاودنه وشوه .
د ننګرهارد والي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو پوليس ووژل شو او دوه نوريې ټپيان شول.
په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکترانو د يوټپى روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته