سیاست

جمهور رئيس احمدزي له لسګونو ښوونکو سره وکتل

کابل – باختر د تلې د مياشتې ٢٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وروسته له لسګونو ښوونکو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د پوهنې وزارت سرپرست فاروق وردګ هم حضور درلود، ښوونکو جمهور رئيس ته په ټاکنو کې د مبارکۍ د ويلو په ترڅ کې د دوی پروړاندې پرتې ستونزې طرحه کړې.
دوی له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د پوهنې وزارت د ښوونکو او مامورینو د چارو د تنظیم په برخه کې قوانین تر یوې کچې د ښوونکو په ګټه نه دي او د ملکي خدمتونو په قانون کې د ښوونکو د وړتیاوو د لوړولو او د ښوونکو د رتبوي پرمختګ ټاکل شوې اندازه، د هغوی د تشویق لپاره تر ډېره کافي نه ده، ځکه خو ځينو تعديلاتو ته اړتیا لري.
دغو ښوونکو دولت له دې کبله پړ وباله چې دوی ته د استوګنځيو په برابرولو کې پاتې راغلی دی. د دوی په وینا د ښار په لرو پرتو سیمو کې ښوونکو ته د ځمکو وېشل د دوی د استوګنځيو ستونزه نه شي حل کولای، نو غوره دا ده چې دولت د پور د ورکړې او یا هم د قسط له لارې د ښوونکو د استوګنځيو د نشتون ستونزې ته د پای ټکی کيږدي.
ښوونکو د ترانسپورتي خدمتونو د نشتوالي او همداراز د معاشونو د کموالي ستونزې هم طرحه کړې.
جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي د ښوونکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به د ښوونکو د ستايلو پرځای، د دوی ستونزو ته په بنسټيزه توګه د حل لاره وموندل شي.
ډاکټر احمدزي زیاته کړه چې یو کمېسیون يې د ښوونکو د ستونزو د حل لپاره ټاکلی دى چې هغوی خپل کار بشپړ کړی او پایله به يې د ښوونکي د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې طرحه شي.
جمهور رئيس د ښوونکو د تنخوا ګانو د زیاتوالي په اړه له ښوونکو څخه وغوښتل چې د فساد په له منځه وړلو کې له دولت سره مرسته وکړي، په دې سره به د ښوونکو په تنخوا ګانو کې هم زیاتوالی راشي.
ډاکټر احمدزي د پوهنې د کیفیت د لوړولو په برخه کې د جدي پاملرنې یادونه وکړه او له ښوونکو يې مننه وکړه چې د پوهنې وزارت يې په ټوله کې له سیاسي کېدو ژغورلی دی.
جمهور رئيس د غونډې په پای کې وویل: په ټولو دولتي ادارو په ځانګړې توګه پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې د مېرمنو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی، موږ به په دې هکله اقدام کوو او جزا به ورکوو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته