۱۰۰ ورځې

جمهور رئيس احمدزي په کابل کې د انګلستان له سفير او د دغه هېواد د نړيوالې پرمختیايي ادارې له رئيس سره وکتل

کابل باختر د تلي درې ويشتمه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن غرمه په کابل کې د انګلستان له سفيرښاغلي ريچارد ستګ او د انګلستان دنړیوالې پرمختیايي ادارې له رئيس ښاغلي مارک سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړيکو پر پراختیا او د افغانستان حکومت د لومړیتوبونو له مخې، د انګلستان د مرستو د برابرولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د افغانستان او انګلستان حکومتونو د لندن د کنفرانس د ترتیباتو په اړه هم خبرې وکړې.
جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې غونډه کې وویل:د لندن تر کنفرانس پورې به هڅه وکړو چې ځانګړې لاسته راوړنې ولرو، ترڅو افغانان او همداراز نړیواله ټولنه باوري شي چې د افغانستان حکومت د دغه هېواد د پرمختګ په برخه کې ژمن دی.
ډاکټر احمدزي هيله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت به وکولی شي، د دغه کنفرانس له لارې د خپل هېواد لپاره بهرنۍ پانګونې راجلبې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته