۱۰۰ ورځې

جمهور رئیس احمدزي په کابل کې د تاجکستان سفیر خپل حضورته ومانه

کابل – باختر د تلې د مياشتې ٢٩مه:
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په کابل کې د تاجکستان سفیر ښاغلی شریف الدین اماموف خپل حضور ته ومانه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په ځانګړې توګه د ترانسپورت، د برېښنا انرژۍ، د بنسټيزو پروژو او د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو په باب  خبرې وشوې.
د هېواد جمهور رئیس د ژمي په جریان کې افغانستان ته د تاجکستان د برېښنا د صادراتو له دوام څخه د مننې په ترڅ کې وویل، هیله لرم چې د تاجکستان او د سیمې د نورو هېوادونو په همکارۍ په نږدې راتلوونکې کې افغانستان د برېښنا انرژۍ په مرکز بدل شي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر ښاغلي شریف الدین اماموف په بېلابېلو برخوکې د خپل هېواد د اقتصادي پرمختګونو په باب جمهور رئیس احمدزي ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې تاجکستان چمتو دی چې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته