د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به د کورنیو چارو وزارت د مالیې وزارت له لارې د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت ته ۴۱۷ میلیونه افغانۍ ولېږدوي تر څو د شهیدانو ورثو او نظامي معلولینو ته د هغوی د حقونو لپاره ورکول شي.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې د هېواد د جمهور رئیس په مشرۍ او د جمهوري ریاست د مرستیالانو او امنیتي مسؤولینو په ګډون جوړه شوه، د شهیدانو د ورثې او نظامي معلولینو ته د هغوی د حقونو د ورکړې، او د امنیتي مسؤولیتونو د بهیر د دوهم پړاو په اړه خبرې اترې وشوې.
د هېواد جمهور رئیس د کورنیو چارو د وزیر او د مالیې وزارت د معین د خبرو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته په ټینګار سره لارښوونه وکړه چې د شهیدانو د ورثو او د معلولینو حقونه دې په خپل وخت ورکول شي.
وروسته د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد د بهیر مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د بدخشان، بادغیس او میدان وردګو د وضعیت او په دغو ولایتونو کې د شته ستونزو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل.