سیاست

جمهور رئیس غني : ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

کابل باختر دسلواغې ٢٨ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاد د سرو  پوځونو د وتلو او ماتې په مراسمو کې چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
جمهور ر‎ئیس غني وویل: د افغانستان د جهاد ځانګړتیا دا وه چې  نه یې دښمن او نه یې ملاتړ کوونکي د بریا هیله لرله. دا جهاد د افغانستان خلکو بریا ته ورساوه او ویاړ یې د افغانانو دی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان خلکو د اسلام پر مبین دین تکیه وکړه او د قران کریم او محمدي شریعت په لارښوونو یې خپله عقیده بریالۍ کړه.
جمهور رئیس زموږ پیاوړتیا ته په اشارې سره وویل، زموږ د پیاوړتیا رېښه په عقیده، یو والي، تمرکز او په دې باور کې ده چې موږ کولای شو د هغه څه پرخلاف چې د امکان نه لېرې ښودل کېږي، ممکن یې کړو.
جمهور رئیس غني وویل: دا ورځ یواځې په موږ پورې اړه نه لري، بلکې په اسلامي نړۍ پورې هم تړاو لري، هیچا هم د افغانستان  د ملت په اندازه د اسلام لپاره قرباني نه ده ورکړې او هیڅوک هم موږ ته د اسلام درس نه شي راکولای.
محمداشرف غني څرګنده کړه، جهاد زموږ ملي او تاریخي ویاړ دی او زموږ ملت به تر ابده پرې ویاړي.باید اجماع وجود ولري او هر څوک  چې له دې اجماع څخه بهر وځي؛ له افغانیت او اسلامیت څخه بهر وځي.
ده زیاته کړه، نن ورځ ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی او موږ دا تحمل پیدا کړی چې په خپلو ملي مسائلو خبرې وکړو.
جمهور رئیس وویل، افغانستان د هیچا په انحصار کې نه دی او د ټول ملت پورې اړه لري او زموږ اساسي قانون د قدرت د جوړښت بینادي مسئله حل کړې ده.
جمهور رئیس په دې ټينګار وکړ چې موږ په روښانه او په خپل وخت ټاکنو باور لرو او زیاته یې کړه، د ملي یو والي حکومت په استازیتوب په ټولو سیاسي اقشارو غږ کوم چې د شفافو او رڼو ټاکنو د کولو لپاره له موږ سره همکاري وکړي.
هغه وویل دلته هیڅوک د واک د دوام په لټه کې نه دی او زیاته یې کړه، خلک به پرېکړه وکړي چې څوک د خپل خدمت لپاره ټاکي.
جمهور رئیس د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو مېړانې او سرښندنې  وستایلې وېې ویل، لکه د شوروي د یرغل پر مهال چې زموږ خلکو باور نه درلود چې د افغانستان جهاد به  بریالی شي، دغه شان تصور د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد پر مهال هم موجود و، ویل کېدل چې دا ځواکونه به د مقاومت او دفاع قدرت ونه لري، خو داسې ونه شول، موږ ولیدل چې په سنګرونو کې دامنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ،خپل ملي بیرغ او اساسي  قانون ته تعهد له ویاړونو ډک و. 
جمهور رئیس د افغانستان د جهاد دشهیدانو له کورنیو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکو ۲۴میاشتو کې به ټول کډوال هېواد ته راستانه شي.
جمهور رئیس په ټینګار سره وویل چې افغانستان دجهاد په سنګرونو  کې ثابته کړه چې ملت دی او دا حق چې موږ ملت یو هیچا موږ ته نه دی رابښلی او نه هم زموږ د ملت موجودیت د کوم بین المللي توافق په پایله کې ترلاسه شوی دی، موږ خپله ځانونه ملت کړل او پرې ویاړو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې افغانستان د هیچا نوکر نشي جوړېدای او نه چا پورې تړل کېدای شي، زموږ دولت مستقل دی او د یو مستقل دولت په توګه به درېږي.
ده زیاته کړه، هدف دا دی چې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره په اتفاق او اتحاد کې مخې ته سره لاړ شو.
جمهور رئیس وویل، موږ خپله ټوله انرژۍ د افغانستان په اقتصادي خپلواکۍ، سولې، سوکالۍ او دوامداره امنیت متمرکزه کړې ده.
هغه وویل، په نږدې راتلونکي کې به د کابل پروسې په ناسته کې د افغانستان حکومت خپله د سولې طرحه وړاندې کړي او علمای کرامو هم په خپل پرېکړه لیک کې د سولې باره کې څرګنده کړې ده چې سوله یو الهي امر، دیني وجیبه او ملي اړتیا ده، داسې سوله چې د یو سخت سیمه ییز جنګ پیلامه نه وي.
جمهور رئیس وویل، زموږ اساسي دنده د وروستیو ۴۰ او ۱۰۰ کلونو بحران ختمول دي، موږ دا بحران نه دی جوړ کړی، بلکې دا موږ ته په میراث را رسېدلی دی.
ده زیاته کړه، موږ په داسې شرایطو کې یوو  او هیله لرو چې د بهرني سیاست، ملي اقتدار او آزادۍ چې د افغانستان د خلکو ۴۰کلنه آرزو ده عملي شي او په دې برخه کې تمرکز په کار دی.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، وخت نه دريږي، که موږ غواړو چې پرمختګ وکړو او د خلکو ستونزې حل کړو؛ بايد پرېکړې وکړو. داسې نه کېږي چې موږ دې هېڅ تصميم و نه نيسو او هیڅ پرېکړه دې و نه کړو؛ ځکه امنيت، ټاکنې، اقتصاد، د اوبو مديريت، د مهاجرينو را ستنول او نور عمده مسايل قاطع پرېکړو ته اړتيا لري.
په دې مراسمو کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش هم خبرې وکړې وېې ویل، موږ ونشو کولای دجهاد ترلاسه شوې بریا له سیاست سره پیوند کړو او د جهاد ثمرې څخه مطلوبه استفاده وکړو، ځکه هېواد وروسته پاتې شو چې له اثارو یې تراوسه هم ملت خلاص نه دی.
هغه زیاته کړه، په هغه وخت کې د جهادي رهبرانو اصلي دلایل،   د ټاکنو او سیاسي نظام دتعینولو په اړه دتصمیم نشتوالی وو، خو له طالبانو وروسته اساسي قانون جوړ شو او موږ د ولسواکۍ یوه نوې دوره تجربه کوو.
استاد دانش وویل، موږ باید خپلې ټولې ستونزې د قانون په چوکاټ او دتفاهم له لارې معقولې حل کړو او هرډول احساساتي او حزبي پرېکړې هېواد له بحران سره مخ کوي، ځکه دولت له تروریستانو سره په یوه تپل شوې جګړه کې ښکېل دی.
په دې مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله وینا کې جهاد د افغانستان د خلکو ویاړ او ارزښت وباله وېې ویل، جهاد په افغانستان کې بدلون رامنځته کړ چې یواځې یې د افغانستان د خلکو لپاره ازادي ترلاسه نه کړه، بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره د آزادۍ الهام هم وو.
ده  دې ته په اشارې سره چې د افغانستان جهاد په یوې ګوښه او سیاسي ګوند پورې تړاو نه درلود وویل، موږ باید د جهاد د ارزښتونو په ساتلو کې هڅه وکړو، دشهیدانو کورنیو ته رسیدګي، دمهاجرینو  او بېځایه شویو وضعیت ته پاملرنه وکړو او هېوادته دمهاجرینو د باعزته راستنېدو زمینه برابره کړو.
ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ،ددې اجازه باید ورنه کړل شي چې د جهاد ارزښتونو ته سپکاوی وشي او هغه څه چې د افغانستان جهاد یې ثابت کړ، د تغییر لپاره تلپاتې اصل دی.
د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار دغو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: د سلواغې ۲۶ له لویو او تاریخي ورځو څخه یوه ده چې په دې ورځ د شوروي سره پوځونه سرټیټي او ناهیلي له افغانستان څخه وتلو ته مجبور شول.
د شوروي له ماتې بایددرس واخیستل شي چې هیڅوک افغانستان د تل لپاره نه شي اشغالولی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان اوسنی جنګ هم د شوروي دجنګ په څېر ګټونکی نه لري. موږ ټول باید دا ومنو چې د روان ناورین حل لاره د جنګ تداوم نه دی.
حکمتیار څرګنده کړه، د جنګ د پای ته رسولو لپاره باید خپله غېږ مخالفینو ته پرانیزو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې یوه پایداره سوله ممکن ده.
ده  زیاته کړه، له مخالفینو مې موخه دا ده چې په سوله باور لري او له جنګ ستړي او د وسلې اخیستلو ته مجبور شوي دي او زما مراد هغه کسان نه دي چې له بهر څخه ګومارل شوي او پر جنګ ټینګار کوي.
د دې مراسمو په پای کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم خبرې وکړې او د شوروي سور پوځ پر وړاندې یې  د افغانستان ملت دمېړانې او زړورتیا دیادونې ترڅنګ د هېواد پر ملي ګټو ټینګار وکړ وېې ویل: حکومت د قانون پر تطبیق او خلکو ته د آرام او هوسا ژوند په برابرولو مکلف دی.
په دې مراسمو کې د هېواد پر جمهور رئیس سربېره د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو جهادي او سیاسي رهبرانو او شخصیتونو، لوی څارنوال فرید حمیدي، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د ملي شورا اداري پلاوي او  یو شمېر استازو، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس او یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلا کارانو، د سولې عالي شورا یو شمېر غړو او په کابل کې استوګن  د بهرنیو هېوادونو کور ډيپلوماتیک غړو او د هېواد یو شمېر جنرالانو  او د وسله وال پوځ منسوبینو ګډون درلود.
پاى ذ کرالله   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته